د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۲۸

"افغان حکومت د ټاپي پروژې په برخه کې ناغیړي کړې ده"


د پاکستان او ایران ترمنځ د ګازو په برخه کې وروستۍ موافقې ته په پام سیاسي او اقتصادي څیړونکي وایي، که چېرې پاکستان له ایران څخه د خپلې اړتیا وړ ګاز ترلاسه کړي نو ښایي چې د ټاپي پروژه عملي نشي.

دا اندیښنې وروسته له هغې را وپاریدې چې د یوې نوې موافقې پر اساس له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د پایپ لاین غځولو کار پیل شو.

د سیاسي چارو څیړونکي جاوید کوهستاني د سې شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې ټاپي پروژه پر اقتصادي ارزښت سربیره ډیرې سیاسي او امنیتی ګټې هم افغانستان ته لري خو د ده په خبره ښایي چې دا پروژه له ډیرو ستونزو او ننګونوسره مخامخ شي.

ښاغلي کوهستاني څرګنده کړه، چې هند او پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین د غځولو د پروژې په برخه کې ډیره نا غیړي افغان حکومت کړې:

“د امنیتی ستونزو او د افغان حکومت د کمزورۍ له امله چې په دې برخه کې یې درلودې د ترکمنستان د ګازو پایپ هند او پاکستان ته تراوسه نه دی غځول شوی.

زه په دې برخه کې د افغانستان حکومت ملامت بولم چې ونه توانید ورته رسیدګي وکړې.

دا د افغانستان د خلکو او راتلونکې لپاره یوښه فرصت وو چې له لاسه یې ورکړ. “

ټاپي یا د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین غځول هغه پروژه ده چې په تیرو څه باندې لسو کلونو کې پر عملي کولو یې خبرې کیږي.

دا پایپ لاین نږدې اولس سوه کیلومټره اوږدالی لري چې کابو اوه نیم سوه کیلومټره یې د افغانستان په خاوره کې تیریږي او د دې پروژې له عملی کیدو سره به هرکال افغانستان ته کابو څلور سوه ملیونه ډالره ګټه ورسیږي.

په ټاپي پروژې کې د ښکیلو هیوادونو له موا فقې سره سم باید پردې پروژې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې کار پیل او د دوو کلونو په موده کې یې کار پای ته رسیدلی وای.

خود اقتصادي چارو څیړونکي وایی چې افغان حکومت دې پروژې ته لازمه پاملرنه ونکړه او پاکستان د خپل اړتیا وړ ګازو د ترلاسه کولو لپاره له ایران سره موافقه لاسلیک کړه.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد تاج محمد اکبر آزادي راډیو ته وویل چې پاکستان او ایران له وروستۍ موافقې سره خپل سیاسي او اقتصادي اهداف ترلاسه کړل او ګمان نه کیږي چې د ټاپي پروژه عملي شي:

“پاکستان نه غواړي چې د افغانستان ګټې تامین شي دغه راز له هند سره هم دښمني لري.

له همدې امله له ایران سره د دې موافقې په کولو سره هم له اقتصادي اړخه او هم له سیاسي پلوه خپلو اهدافو ته ورسید.

همدا شان ایران چې د امریکا لخوا له بندیزونو سره مخامخ وو د دې تړون په کولوسره یې هم خپل ګاز خرڅ کړل او هم یې د امریکا یو عمده متحد پاکستان ځان ته نږدې کړ. “


مونږ هڅه وکړه چې په دې اړه د کانونو وزارت نظر واخلو خو ددې وزارت چارواکي خبرو ته حاضر نه شول.

بل خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوارالحق احدي ددې پروژې په اړه په لنډ ډول ازادي راډیو ته داسې وویل:

“دا باید ولیدل شي چې ټاپي او دا پروژه له یو بل سره سیال دي او که په جنوبي آسیا کې تقاضا دومره شته چې د دواړو پروژو عملي کولو ته اړتیا ده.

که چیرې دا پروژې له یو بل سره سیال وي نو پر ټاپي هرو مرو منفي اغیز لري خوپه دې اړه باید تاسو معلومات د کانونو له وزارت څخه ترلاسه کړﺉ. “


اسلام آباد او تهران دوه ورځې وړاندې له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د پایپ لاین غځول پیل کړل، پردې پروژې څه باندې اوه ملیارده ډالر پانګه اچول کیږي او ایرانیو چارواکو له ترکمنستان نه هم غوښتي چې د ایران له لارې خپل ګازپاکستان او هند ته ولیږدوي.

سره له دې چې لا تراوسه د ټاپي پروژې د عملي کولو لپاره هیلې شته خو ویل کیږي که چیرې دا پروژه تطبیق نشي نودا به افغانستان ته لوی اقتصادي ګوزار وي چې جبران کول یې نا ممنکنه کار دی.
XS
SM
MD
LG