د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۲۲

په بلخ کې د ورځې ٣ يا ٤ ښځې د ځانوژنې هڅه کوي


نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، په مزار شریف کې د ښځو د ځان وژنې پیښې زیاتې شوې دي. ورځپاڼې د دې مسالې د څيړلو لپاره په مزار شریف کې له ډاکټرانو او امنیتي کسانو سره خبرې کړې دي.

نیویارک ټایمز وايي، چې د مزار ښار د پولیسو اداره په دې اړه دقیق ارقام نه لري، خو د مزارشریف د داخله روغتون یو شمېر ډاکټرانو ورته ویلي، چې هره ورځ درې یا څلور داسې ښځې بستر کیږي، چې د ځان وژلو هڅه یې کړې وي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په مزار شریف کې داسې یوې وروستۍ پيښې ته کتنه کړې ده.

ورځپاڼه د ګل محمد د کورنۍ کیسه خپره کړې، چې په مزار شریف کې اوسي، اقتصادي وضعیت یې ښه دی او په ټولنه کې ښه نوم لري، خو په وروستیو کې د دې کورنۍ غبرګو لورانو ځانونه ووژل.

ولې؟

نیویارک ټایمز لیکي، چې د ګل محمد لورګانې ظاهرا د ژوند له ټولو اسانتیاوو او ښيګڼو څخه برخمنې وې.

دواړه نجونې ښکلې وې، لوستې وې.

د کورنۍ اقتصاد یې ښه وو.

د افغانستان په څير سنتي ټولنه کې، د ګل محمد لورګانو کوبای پتلنونه اغوستل، د ارایش اجازه یې درلوده او هرې یوې ځان ته موباییل ټیلیفون درلود.

د ګل محمد کشره لور نبیله اولس کلنه وه او په خپل ښوونځي کې هم د لایقو زده کونکو په کتار کې شمیرل کیده.

د ګل محمد د کورنۍ ژوند په کرارۍ روان وو، خو د ورځپاڼې په لیکنه کیسه هغه مهال خرابه شوه، چې اولس کلنې نبیلې له یوه هلک سره اړیکې پيدا کړې.

دا وخت د نبیلې مشره خور فریبا وارخطا شوه او د خپلې کشرې خور د مخنیوي هڅې یې پيل کړې.

فریبا ۲۵ کلنه وه او له دې ویریده، چې که چیرې نبیله له یوه هلک سره روابط ولري نو د دوي د کورنۍ نوم به بد شي، خلک به خبرې ورپسې کوي او په ټيټه سترګه به ورته ګوري.

پردې مساله د دواړو خویندو ترمنځ وروستی شخړه درې میاشتې مخکې وه او ورپسې د دواړو نجونو جنازې څنګ په څنګ د ګل محمد پر غولي کیښودل شوې.

دواړو خویندو د موږکانو زهر خوړلي وو او د دواړو په مړګ کې یوازې څو ساعته تفاوت وو.

نیویارک ټایمز وایي، چې د دوی د کورنۍ غړو، ډاکټرانو او پولیسو سره له خبرو څرګندیږي، چې دواړو د موږکانو زهر خوړلي وو، خو یوې هم نه غوښتل، چې ځان ووژني.

ورځپاڼه لیکي، نبیله تر زیات فشار لاندې دې نتیجې ته رسیدلې وه، چې خپله خور او کورنۍ یو څه وراخطا کړي نو د دې لپاره يې د موږکانو زهر وخوړل.

خو د زهرو په اندازه کې تیروتې وه او ډير یې خوړلي وو نو ژوندي پاتې کیدو یې امکان نه درلود.

د دې مشرې خور فریبا د ملامتۍ، خوابدۍ او د خپلې کشرې خور د مړینې په غم کې د موږکانو زهر وخوړل او په څو ساعتونو کې دا هم مړه شوه.

د فریبا او نبیلې مرګ د هغو ي د کورنۍ لپاره یو ستر ضربه وه او د نیویارک ټایمز په وینا، هغې ستونزې ته، چې په مزارشریف کې د زیاتیدو په حال کې ده، د خلکو پام اړوي.

ورځپاڼه وايي، په دې ښار کې د ښځو د ځان وژنې پيښې زیاتې شوې او لا زیاتیږې.

سره له دې، چې په مراز شریف کې دولتی چارواکي د داسې پيښو د شمېر د ثبتولو لپاره ارقام نه ټولوي، خو د مزارشریف د دولتي روغتون ډاکټرانو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې هره ورځ درې او څلور ښځې، چې د ځان وژلو هڅه کوي بستر کیږي.

ډاکټران وايي، چې لس کاله مخکې به په یوه یا دوو میاشتو کې داسې یوه یا دوې پيښې کیدې.

په مزار شریف کې د ښځو د ځان وژنې پيښې پداسې سرعت زیاتیږي، چې د ښار د پولیسو مشر صلاح الدین سلطان وايي، چې دوي یې د تعقیبولو او څيړنې لپاره وخت نه لري.

صلاح الدین سلطان نیویارک ټایمز ته ویلي: موږ نه د دې پيښو د څيړلو لپاره وخت لرو او نه هم وسایل لرو نو بل هیڅ کار نه شو کولای.

خو پوښتنه دا ده، چې ولې په مزار شریف کې زیاتې ښځې ځانونه وژني؟

نیویارک ټایمز وايي، چې د دې لپاره بیلا بیل نظرونه شته خو یو عمومي باور دا دی، چې مراز شریف له پخواني شوروي سره نږدې پروت، په نسبي ډول لیبرال او له اروپايي اغیز څخه زیات متاثر ښار دی.

په مراز شریف کې ښځې له ذهني پلوه د ټلویزیون او انټرنټ له لارې د غرب تر اغیر لاندې دي، خو په فزیکي ډول هغوي د افغانستان په سخت دریځې او د نارینه وو د کنټرول لاندې ټولنه کې اوسیږي.

د دې دواړو شرایطو ترمنځ ټکر د داسې خواشینونکو پيښو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي.

د مزارشریف د داخله روغتون ریس ډاکټر خواجه نور محمد نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي:

دلته زیاتې نجونه زهر خوري او یا لږترلږه د ځان وژلو خبر داری ورکوي. پدې ډول دوي غواړي، چې یو څوک مرسته ورسره وکړي. البته ټولې نه مړې کیږي.

د مزار شریف په داخله روغتون کې ډاکټر، خالد نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د ګل محمد د لورګانو د ژغورلو ډیره هڅه یې وکړه خو کې ناکام شو.

ډاکټر خالد په تیرو څو میاشتو کې د هغو ښځو د نوم لست برابر کړي، چې د ځان وژلو تر هڅې وروسته روغتون ته ور وستل شوې دي.

نیویارک ټایمز وايي، د داکټر خالد په لست کې له فاطمې نیولې تر بس بي بي، بیلا بیل دوه سوه نومونه شامل وو.

ډاکټر خالد ویلي: یوازې په تیرو دولسو ساعتونو کې درې ښځې دلته بستر شوې دي، چې د ځان وژلو هڅه یې کړې وه.
XS
SM
MD
LG