د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د رومان کاتولیک کلیسا د مشر د ټاکلو لپاره سري ټاکنې کیږي


کاردینالان یا د نړۍ د کاتولیکانو مذهبی مخکښان نن د رومان کاتولیکې کلیسا د دوه سوه شپږ شپیتم پاپ د انتخاب لپاره په سري توګه رایه ورکوي.

د اته څلویښت هیوادونو یو سلو پینځلس کاندیدان نن سیسټن کلیسا Sistine Chapel ته په دې محرم کنفرانس کې د ګډون لپاره روان دي.

ایټالوي انجیلو سکولا Angelo Scola او برازیلي اوډیلو سچیرر Odilo Scherer داسې ښکاري؛ چې پیاوړي کاندیدان دي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره چې د اوه اویا ۷۷ رایو ګټلو ته اړتیا ده؛ پوره کړای شي.

وروسته د هرې رای ورکولو به د مذهبي مخکښانو یا کاردینالانو د رایو پاڼې سوزول کیږي؛ څو عام خلک په دی پوه شي، چې دا پروسه ادامه لري. نو کله چې د کلیسا له دود رو یا دریڅي څخه روښانه لوګي پورته شي؛ نو د دې معنی دا ده، چې بریالی کس څرګند شوی دی او که تور لوګي تري پورته کېده نو بیا دا د دې معني لري؛ چې په غیری قطعي توګه رایې ورکړای شوي.

کیدای شي دا رایه ورکول څو ورځې دوام ورکړي.

دا سري رايې د پاپ پینډیکټ تر استعفی یوه میاشت وروسته ورکول کیږي؛ چې په تېرو شپږ سوو کلونو کې یې ساری نه درلود او د کاتولیکانو لپاره ټکان ورکونکي خبر و.

پینډیکټ اته کاله د پاپ په توګه پاتې شوی و.

درې شپیته کلن سچیرر Scherer د لاتینې امریکا په استازي توب کاندید دی چېرته چې د نړۍ په سلو کې دوه څلويښت کاتولیکان اوسیږي. که دی وټاکل شي نو په یو زره او دری سوو کلونو کي به لومړي غیر اورپايي پاپ وی.

په داسې حال کې چې هغه یو محافظه کار کس بلل کیږي؛ سچیرر Scherer په تویتر کې د پیغامونو د لیږلو په ګډون له نوي تکنالوژۍ کار اخلي.

هغه په خپلې یوې وروستۍ مرکې کې وویل؛ د نوي پاپ په ټاکلو کې په کار نه دي؛ چې جعفرافیاوي مسالي په نظر کې ونیول شي.

"ترټولو مهم شی دا نه دی چې، پاپ دی له دې یا هغه ځایه راشي، یا دا چې دا ډول سابقه یا هغه ډول بګرونډ یا سابقه دي ولري. خو دا مهمه ده، چې دا په رښتني توګه په داسې یوه وضعیت کې وي؛ چې لازمه ده یعنې دا چې که چېرته دا د کلیسا د تاریخ په دې وخت کې د رهبري لپاره ترټولو ښه کس وي."

کارپوهان وايي، کله چې د رایې ورکولو پروسه اوږدیږي؛ نو هماغومره به یې نتیجه ډیره د پېشبني یا مخویني وړ نه وي او دا کیدای شي، د کاناډایي مارس اویولیت Marc Ouellet او امریکایی کارینال "شین او میلای" sean O, Malley په ګډون د پاپ کېدو لپاره د نورو کاندیدانو چانسونه ډیر کړي.
XS
SM
MD
LG