د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

"امریکا دې د افغانانانو حساسیتونه درک کړي"


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو خپلې لیکنې او تبصرې د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکو ته ځانګړې کړي، چې په دې وروستیو کې جنجالي شوي دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې د ولسمشر کرزی خبرې راخیستې، چې وايي په ټینګار سره وایم امریکا دې د افغانانانو حساسیتونه درک کړي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي، امریکا به بیا هم افغانستان ملي حاکمیت ترپښو لاندې کړي.

د سرمقالې لیکوال زیاتوي، سره له دې چې امریکا یې چارواکي تل د افغانستان ملي حاکمیت ته د احترام ژمنې کوي، خو بیا بیا په خپلو کړونو د افغانستان خپلواکي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض کوي.

د سرمقالې د لیکوونکي د معلومات په اساس د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې ویلي، هېواد یې د افغانستان ملي حاکمیت ته احترام لري او زیاته کړې یې ده، چې په تېرو کلونو کې تېروتنې شوي دي.

لیکوال وړاندې لیکي، هېګل زیاته کړې چې له تېرو تجربې په اخیستو سره، دواړه لوري باید د اړیکو او متقابل اعتماد د ټینګښت لپاره له پخوا زیاتې هڅې وکړي.

د سرمقالې لیکوال په پای کې لیکي د افغانستان د خلکو او د امریکا ټکر دواړو لورو ته درانه زیانونه اړولې شي او دا چاره به د هېڅ لوري په ګټه هم نه وي، نو امریکايي چارواکو ته په کار ده، چې له افغانستان سره د یوه خپلواک هېواد به توګه عمل وکړي، نه د یوه اشغال شوي هېواد په توګه.

د ملي بارو خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د افغانانو غوښتنو ته نه پاملرنه ستونزې زېږوي!

د سرمقالې لیکوال زیاتوي، د افغان ولسمشر له خوا ټاکل شوی هغه ضرب الاجل پوره شوی دی چې په دوه اونیو کې دې د امریکا ځانګړي ځواکونه له میدان وردګو څخه ووځي، خو امریکا لا تر اوسه د ولسمشر کرزي دغه څرګندونې نه دي په ځای کړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور دا مهال، چې افغان دولت له نړېوالوځواکونو څخه د واکونو اخیستلو به درشل کې دي او نړېوال ځواکونه به د جګړې ډګر پریږدي، نو باید دوي د افغانستان ولس سره د سم چلند وکړي او د افغان ځواکونو ترمشرۍ او قوماندې لاندې خپلې چارې پرمخ یوسي.

د سرمقالې د لیکوال په اند که نړېوال ځواکونه د خپلو کړنو ته دوام ورکړي هم به ځان او هم به افغان دولت ته ستونزې جوړه کړي.

خدمتګار ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي عام محضر ته د دپلوماسۍ او ستونزو راجع کول ستونزې نه هواروي لایې ډېروي.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر کرزی په یوه غونډه کې پر طالبانو د نیوکې په ترڅ کې وویل، چې د طالبانو حملې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته دلیل او پلمه ګرځي.

د مطالب لیکوال لیکي، د دغو ټولو څرګندونو او کړنو په وړاندې امریکايي چارواکو توند غبرګونونه وښودل او ویې ویل، چې په عام محضر کې د داسې مسایلو مطرح کول د کابل ــ اوشنګټن له اړیکو سره څه مرسته نه شي کولای.

د سرمقالې د لیکوال په اند سره له دې چې دواړه لوري خپل جلاجلا لومړیتوبونه او در یځونه لري.

دا دواړه متفاوت لومړیتوبونه او دریځونه یوازې په ګډ کار او تفاهم سره نږدې کېدای شي او له دې څخه د راولاړو شوو ستونزو عام محضر ته وړاندې کول د هدفونو او نیتونو په درکولو کې پېچلتیا او شکونه رامنځنته کوي اوعام ذهینت ته بد پیغام استوي.

چمتوکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG