د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د ښځو د پیوستون د نړېوالې ورځې په مناسبت د میرمنو د والیبال لوبه


د ښځو د پیوستون د نړېوالې ورځې په مناسبت د میرمنو د والیبال لوبه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:01 0:00

په کابل کې د ښځو د پیوستون د نړېوالې ورځې په مناسبت د ښځو د والیبال ټورنمنټ د ښوونې او روزنې پوهنتون په اتلوۍ پای ته ورسید. د دغه ټورنمنټ پای لوبه نن د ښوونې او روزنې د پوهنتون او د شمشاد د دوه سووه دویم ټیمونو ترمنځ وشوه، چې پکې د ښوونې او روزنې ټیم خپل سیال ته ماتې ورکړه او اتل شو. د دغو لوبو تنظیموونکي او د ښوونې او روزنې د پوهنتون استاد غلام علي مبارز ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه لوبې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې وې او پکې د کابل پنځو ټیمونو برخه اخستې وه. د ده په وینا دا لوبې د پنځو ورځو لپاره روانې وې.

XS
SM
MD
LG