د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

اکبراغا: د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې نه دي شوي


ولسمشر حامد کرزي پرون په خپله یوه وینا کې امریکایان او طالبان په خپلو کې په سازش تورن کړل او ویې ویل، چې د طالبانو د حملو د دوام هدف دا دی چې؛ نه غواړي امریکایان له افغانستانه ووځي.

د امریکا دفاع وزیر چک هېګل که څه هم هڅه وکړه؛ چې دا وینا د کابل او واشنګټن پر اړیکو بې اغېزې وښيي؛ خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ بیا پر ولسمشرکرزي سخت انتقاد وکړ.

ډنفورډ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ نړیوالو ځواکونو په تېرو دولسو کلونو کې په افغانستان کې خپله ډېره زیاته وینه بهولې ده؛ نو دا فکر ناسم دی، چې روان تشدد د دوی له لاسه دی.

ولسمشرکرزي دا یادونه هم وکړه، چې طالبان له افغان حکومت سره نه کښېني؛ خو له امریکایانو سره په بهر کې د سولې خبرې کوي.

آیا امریکایانو په رښتیا په بهر کې له طالبانو سره خبرې کړې دي.

په دې اړه احمد تکل د طالبانو له پخواني قوماندان سید محمد اکبر آغا سره چې اوس مهال په کابل کې دی مرکه کړې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG