د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

مل شینواری: ځیني محصلین له وسله والو مخالفینو سره همکاري لري


مظاهره کوونکي وايي، نړېوال ځواکونه دې نیول شوي محصلین خوشې کړي.
مظاهره کوونکي وايي، نړېوال ځواکونه دې نیول شوي محصلین خوشې کړي.
د لوړو زده کړو په موسسو کې د ایتلافي ځواکونو له لورې د زده کوونکو د نه توقیف په اړه د جمهور رییس له حکم وروسته؛ یو شمیر استادان وایي، چې ځینې داسې محصلین هم شته چې له وسله والو مخالفینو سره همکاري لري.

دوی وايي، د دارنګه محصلینو مخنیوی باید وشي او که نیول کیږي نو باید د پوهنتونونو دباندې ونیول شي.


په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو ځواکونو له خوا د محصلینو د نه توقیف په اړه د جمهور رییس د وروستي حکم هر کلی کوي؛ خو د ننګرهار پوهنتون ځیني استادان وایي؛ چې د دغه پوهنتون یو شمیر زده کوونکي هم د زده کړې پر مهال د دولت ضد فعالیتونه کوي.

د ننګرهار د پوهنتون د ښوونې او روزنې استاد "عبدالطیف مل شینواری" وایي؛ چې تیر کال بهرنیو ځواکونو دوه تنه داسې محصلین نیولي وو؛ اقرار یې کړی و، چې د ځان وژونکو عملیاتو لپاره چمتو شوي وو:

"ستونزه په پوهنتونونو او محصلینو دواړو کې شته؛ داسې هم نه ده چې یو څوک ووایي؛ چې د پوهنتون محصلین کاملاً بې ګناه دي د پوهنتون په داخل کې داسې شبکې نه شته، بلکې له پوهنتون نه د باندې ځینې داسې شبکې شته چې محصلینو سره اړیکې لري او روزل شوي.

زه وايم چې د پاکستان په پښتونخوا ایالت کې د ځانوژونکو مرکزونه شته؛ محصلین له هغه ځایه راځي او له ولایتونو څخه هم راځي."

ښاغلی شینواری وایي، چې افغان ځواکونه دې له پوهنتونونو بهر هغه محصلین توقیف کړي؛ چې دولت ضد فعالیتونه کوي.

د ننګرهار پوهنتون محصلینو په بیابیا د نړیوالو ځواکونوله خوا له ترهګرۍ سره د تړاوو لرلو په تور د محصلینو د نیول کېدو پر ضد مظاهرې کړې دي.

ویل کیږي، چې څو ورځې د مخه ایتلافي ځواکونو د ننګرهار د پو هنتون له لیلي څخه یو شمیر محصلین له ځانه سره وړي وو. له دې سره جوخت د کندهار ولایت له پوهنتون څخه هم یو محصل ونیول شو.

له دې پيښو وروسته جمهور رییس حکم وکړ؛ چې نړیوال ځواکونه وروسته له دې نه شي کولای؛ په خپل سر محصلين او متعلمین ونیسي.

په دې حکم کې همداراز راغلي، چې په دې وروستيو کې بهرني ځواکونه د پخوانیو موافقو پرخلاف پوهنتونونو ته داخل شوي او محصلین یې ځورولي.

خو بل خوا د دوشنبې په ورځ چې په یوه خبري کنفرانس کې د ایساف ځواکونو له ویاند ګونټر کټز څخه د دې حکم په اړه پوښتنه وشوه؛ نوموړي د حکم په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.

خو ښاغلي کټز وویل، چې دوی کوم محصل نه دی نیولی:

"زه تاسو ته تاییدولای شم، چې ایساف ځواکونو د هغه څه پر خلاف چې د جمهوري ریاست په اعلامیې کې راغلي، د پوهنتون کوم محصل نه دی ځورولی."

پخوا تر دې پخوا جمهور رییس په وار وار سره ویلي وو؛ چې د هیواد پوهنتونونه باید د سیاسي فعالیتونو ډګر ونه ګرځي؛ خو کله نا کله د پوهنتونو د نومونو د بدلولو یا نورو مسالو په څیر خبرو محصلینو ته د سیاسي فعالیت زمینې برابرې کړي؛ چې ډیر ځلي په لوړه سطحه د تاوتریخوالي سبب شوی دی.
XS
SM
MD
LG