د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

"د طالبانو فعالیتونه د بهرنیانو په ګټه دي"


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو خپلې لیکنې او تبصرې د ولسمشر حامد کرزي پرونیو څرګندونو ته ځانګړې کړې دي.

ملي باور:

ملي باور خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د کرزي له خولې لیکلي د مخالفانو د شنبې د ورځې بریدونه امریکا ته زور ښودل نه، بلکې هغوي ته خدمت و.

ورځپاڼه د کرزي په حواله لیکي، چې امریکا ورته ویلي، طالبان زموږ دوښمنان نه دي، خو کرزی وايي په هېواد کې هره ورځ د طالب په نوم ملکي وګړي وژل کیږي او طالبان هم، چې تل یې ملګي وګړي وژلي له بهرنیانو سره خبرې اترې کوي.

یادې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې،په افغانستان کې څوک له چا سره او د څه لپاره جګړه کوي؟

د سرمقالې لیکوال د کرزي څرګندونې راخیستې، چې وايي وسله وال طالبان ځانوژونکي بریدونه له دې امله کوي، چې امریکايي ځواکونه تر اوږد مهال پورې په افغانستان کې پاتې شي.

په سرمقاله کې راغلي، چې وسله والو طالبانو د ولسمشر کرزي دا څرګندونې رد کړې او وايي، چې یو کال وړاندې یې له امریکا سره د سولې خبرې اترې بس کړي دي.

په سرمقاله کې ویل شوي د افغانستان جګړه په داسې حال کې روانه ده، چې څوک یې جهاد، څوک یې روا او څوک یې ناروا جګړه بولي او ولس تر اوسه په تیاره کې ساتل شوی دی او د جګړې اصلي تعریف څوک نه شي کولای او نه یې هم ستراتیژي روښانه ده.

د سرمقالې په پای کې لیکوال وړاندیز کوي، چې وسله وال مخالفانو، امریکا او افغان دولت باید د خپلې جګړې تګ لاره په ډاګه کړي او په ښکاره ووايي، چې له چا سره جګړه کوي او په څه ډول یې کوي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د کرزي وینا راخیستې چې ویلي و ،امریکا او طالبان د یوبل د ګټو لپاره افغان جګړه او ږدوي.

د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د روانې جګړې د څرنګوالي او اهدافو په اړ د جدی بحث اړتیا.

د سرمقالې د لیکوال په اند په افغانستان کې دامریکا جګړه دومره پیچلې ده،چې خلک یې حیران کړي دي ،ایا طالبان رېښتیا هم د امریکا مخالفین دي؟ که یې مخالفین دي،نو بیاولې داسې ګړنې کوي چې ګټه یې امریکا ته رسیږي ؟ او که یې مخالفین نه دي، نوبیا ولې امریکايي سرتیري وژني؟.

لیکوال لیکي د جګړې دغه ډول ښيي چې دافغانستان جګړه اود جګړې اهداف څومره پیچلې دي.

د سرمقالې د لیکوال په اند د ولسمشر د پرونیو څرګندونو تر ګردو ستر ارزښت په دې کې دی ،چې افغانستان د روانې جګړې او څرنګوالي او اهداف په اړبه یو جدي بحث پیل شي ،رېښتیا دا ده چې د اوسنۍ جګړې طبعي پایله د امریکا په ګټه ده او زیان یې یوازې افغان ولس ته رسیږي.

د لیکوال په باور د افغانستان د جګړې په څرنګوالی او اهدافو بحث پرافغانستان دتپل شوې جګړې له پای ته رسولو سره پوره مرسته کوي ،نو ځکه باید دغه بحث پیل شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقالې کې لیکلي د وسله والو طالبانو فعالیتونه د بهرنیانو په ګټه دي.

او په پای ویسا خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وینا راخیستې چې وايي په کابل او خوست کې حملې له نړیوالو بشري حقونو نه سرغړونه وه.

چمتووکوونکي :رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG