د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

"بهرني پوځیان باید زموږ د قانون درناوی وکړي"


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په اړه د ولسمشر حامد کرزي په وروستیو څرګندونو لیکنه کړې او په پیل کې یې د ولسمشر کرزي له خولې وايي:

طالبان اوامریکا په هم غږۍ سره کار کوي؛ څو افغانان دې ته قانع کړي، چې که چیرې د راتلونکې میلادي کال په پای کې زیات بهرني سرتیري له افغانستان څخه ووځي؛ نو په دې هیواد کې به تاوتریخوالی زیات شي.

ولسمشر کرزي د شنبې د ورځې چاودنو ته چې په کابل او خوست کې یې ۱۹ کسان ووژل؛ په اشارې وویل، په خوست او کابل کې پرونیو چادونو وښوده چې طالبان د امریکا په خدمت کې دي او غواړي، چې دوی په افغانستان کې پاتې شي.

ولسمشر کرزي په خپلو څرګندونو کې وویل؛ هغه بهرني قوتونه چې غواړي په افغانستان کې سرتیري وساتي؛ باید د هغو شرایطو لاندې وي، چې د افغانستان له خوا ټاکل شوې وي.

واشنګټن پوسټ د ولسمشر حامد کرزي له خولې زیاتوي:

"موږ به دوی ته وایوو چې، چیرته ورته اړتیا لرو او د څه ډول شرایطو لاندې باید واوسي. دوی باید زموږ د قانون درناوی وکړي؛ دوی باید زموږ د هیواد د ملي حاکمیت درناوی وکړي او دوی باید زموږ د عنعناتو درناوی وکړي."

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د یوې لیکنې موضوع بیا کابل ته د امریکا د دفاع د وزیر د سفر پرمهال د نوموړې غونډې ته نژدې ځان وژونکي حمله ده؛ چې د ورځپاڼې په وینا پر دې سفر یې اغیز کړی.

ورځپاڼه لیکي، دې چاودنې لږ تر لږه نهه ملکي افغانان ووژل او د افغان ملي اردو د دوو سرتیرو په ګډون یې څوارلس کسان ټپیان کړل.

لاس انجلس ټایمز وايي، د امریکا چارواکو هیله لرله، چې افغانستان ته به د هیګل سفر افغان امنیتي ځواکونو ته، د راتلونکې کال تر پای پورې چې ډیر بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي؛ د امیني مسولیتونو د سپارنې په بهیر کې شوی پرمختګ نور هم څرګند کړي.

خو د ورځپاڼې په وینا، خو په داسې حال کې چې کابل ته د هیګل د سفر لپاره امنیتي تدابیر سخت شوې وو؛ دې چاودنو، د افغان حکومت د وړتیا په اړه پوښتنې نورې هم زیاتې کړې؛ چې ایا د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د مخالفو وسلوالو د کنټرول توان ولري او کنه.
XS
SM
MD
LG