د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۳۷

کرزى: د افغان- امریکا اړيکې دې د یوبل ملي حاکمیت ته پر درناوي ولاړې وي


د افغان ولسمشرحامدکرزي او د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل په کتنه کې چې پرون ماښام په ارګ کې وشوه له سپېشل فورس یا د امریکا له خاصو ځواکونو سره د تړلو افغان ملېشه ډلو د عملیاتو، د ملکي تلفاتو، د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي موافقې او د بګرام زندان د ټولو مسوولیتونو د سپارلو په اړه چې تل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې کړکېچن موضوعات ګڼل کېږي، خبرې وشوې.

د جمهوري ریاست په رسمي ویب سایټ کې راغلي دي چې افغان ولسمشر د کندهار پوهنتون له مینځه د یو محصل نیولو ته په اشارې سره د امریکا دفاع وزیر چک هېګل ته وویل، دا عمل د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې باید بهرني پوځیان په افغانستان کې د خلکو په حساسیتونو ځان پوه کړي. افغان ولسمشر ویلي چې د افغانستان او امریکا ترمینځ هرراز دوه اړخیزه اړیکه باید د یوبل ملي حاکمیت ته د درناوي پر بنسټ ولاړه وي او باید د دواړو هېوادونو ګټې پکې په پام کې ونیول شي.

په کتنه کې د امریکا دفاع وزیر ویلي چې هېواد یې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري. چک هېګل تایید کړې چې په تېرو کلونو کې یولړ تېروتني شوي خو زیاتوي، له دې تېروتنو دا تجربه ترلاسه شوې چې دواړه لوري باید په خپلو کې د ښو اړیکو او متقابل اعتماد د ټینګولو لپاره تر پخوا زیاته هڅه وکړي.

په کابل او خوست کې پر بمي ځان وژونکو حملو سربېره افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر سفر د افغان ولسمشر د پرونۍ وینا او د بګرام زندان په سپارلو کې د ځنډ تر سیوري لاندې هم راغی او په همدې دلیل د کرزي او هېګل پلان شوې ګډه مطبوعاتي غونډه کنسل شوه، خو د امریکايي چارواکو په وینا دا غونډه د ناڅرګندو امنیتي اندېښنو له وجې وځنډېدله.

افغان ولسشمر پرون په خپله وینا کې امریکایان او طالبان دواړه په سازش تورن کړل او ویې ویل، د طالبانو د حملو د دوام هدف دا دی چې نه غواړي امریکایان له افغانستانه ووځي.

خو داسې ښکاري چې د ښاغلي کرزي دې څرګندونو امریکایان په غوسه کړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ د افغان ولسمشر پردې وینا سخت انتقاد وکړ. ډنفورډ په کابل کې خبریالانو ته وویل، نړیوالو ځواکونو په تېرو دولسو کلونو کې په افغانستان کې خپله ډېره زیاته ویني بهولې نو دا فکر ناسم دی چې روان تشدد د دوی له لاسه دی.

ده زیاته کړه چې د ولسمشرحامدکرزي دا خبرې قطعا غلطې دي او دوی له طالبانو سره د سازش او د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره هېڅ دلیل نلري.

ډنفورډ دا ومنله چې د افغان او امریکايي چارواکو ترمینځ د ځینو مسایلو پرسر اختلافونه شته او څرګنده یې کړه، د دې علت د انتقال بهیر دی ځکه طبعا دا بهیر ستونرمن دی.

ده وویل، ولسمشرکرزی فکر کوي چې د دې اختلافونو په اړه په عام محضر کې خبرې کول به ګټور کار وي خو، د ډنفورډ په وینا نور به دا قضاوت وکړي چې آیا دا خبرې په رښتیا هم ګټورې وې کنه.

د ناټو عمومي قوماندان په کندهار کې د محصلینو د ځورولو تورونه هم رد کړل خو په دې اړه چې د امریکا ځانګړي ځواکونه یا سپېشل فورس به څه وخت له میدان وردګو وځي، ده له څه ویلو ډډه وکړه.
XS
SM
MD
LG