د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د لاهور په حمله کې ۱۵۰تنه د لاس لرلو په تور نیول شوي


پاکستاني پولیسو په ختیځ لاهور ښار کې د عیسویانو د استوګنې پر یوه سیمه د مسلمانانو د یوې ډلې په حمله کې د لاس لرلو په تور نژدې یونیم سل کسان نیولي دي.

زرګونو مسلمانانو پرون پر بادامي باغ نومې سیمه حمله وکړه او د عیسویانو یوسل او اته اویا کورونه او دوکانونه یې ویجاړ کړل، خو په دې ترڅ کې د سر د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

د لاهور د پولیسو یوه مقام رای طاهر وویل، دا کسان پرون سهار ونیول شول او په دې پېښه کې د نورو دخیلو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي او د پولیسو عمومي مشر ملتان خان چې د پنجاب له اعلی وزیر او نورو چارواکو سره د پېښې ځای ته ورغلی و، د لوټ او تالان په اړه معلومات ورکړل:

"د بریدکوونکو په ډله کې له څلورو تر پنځوزرو پورې کسان وو. موږ د دوی د مخنیوي لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې. د دوی دا عمل په رښتیا ناوړه او زړه بوګنوونکی و.

د دوی بېرحمي تردې حده وه چې کورونه یې وسوځول، پولیس یې ووهل او لوټ تالان یې وکړ."


د پنجاب اعلی وزیر شهبازشریف ژمنه وکړه چې د دې برید عاملان به د قانون منګولو ته وسپارل شي:

"زه تاسو ته ډاډ درکوم چې حکومت به په دې برخه کې خپلې دندې عملي کړي. حکومت به په دې پېښه کې ټول دخیل کسان عدالت ته وسپاري او همداراز هرې زیانمنې کورنۍ ته به دوه سوه زره روپۍ د مرستې لپاره ورکړي. هر هغه کور چې زیانمن شوی، بې له ځنډه به ترمیم شي."

په لاهور کې د عیسویانو د استوګنې پر سیمه وروسته له هغه حمله وشوه چې یو تن د جمعې په ورځ د پولیسو له خوا په دې تور ونیول شو چې ګنې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد(ص) په اړه یې کفري څرګندونې کړې دي.

پرون زرګونو عیسویانو د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو کې مظاهرې وکړې او د ځان لپاره یې د حکومت له خوا د امنیت د ښه کولو غوښتنه وکړه.
XS
SM
MD
LG