د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

مراد خان د نورو د ژغورنې لپاره ځان قربان کړ

مرادخان له خپلې مړینې څلور ورځې دمخه له کوره خپلې عسکرۍ دندې ته روان شو، هغه مور ته ورغی ، خو مور يې د خپل عصبي تکلیف له امله په دې نه پوهيده، چې په خپل سرتیري ‌‌زوی پسې د دعا لاسونه لپه کړي، د کور په دروازه کې يې ۱۶کلن ورور احسان الله ولاړ وو، مراد ورغی په سر يې لاس راتیر کړ او ورته یې وویل: وروره درس وایه ! مور مو ناروغه ده پر ځان نه پوهیږي ډېر پرې پام ساته . مراد دا ځل له هر کلیوال بیل، بیل رخصت اخیسته،لکه دی ،چې پدې پوهیده چې نور يې پدې دنیا دقدمونو ځای په ختمیدو دی .

XS
SM
MD
LG