د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

م.م: د سوريې د يومليون کډوالو شمېر به درې برابره شي


د سوريې کډوال چې اردن ته روان دي
د سوريې کډوال چې اردن ته روان دي
تیره اونۍ په اردن کې د یوه کډوال په ثبت نام سره ګاونډیو هیوادونو ته د سوريې د کډوالو شمیر یو ملیون ته ورسېد.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي ادارې د یکشنبې په ورځ وویل چې د روان ميلادي کال په دوو لومړیو میاشتو کې له سوريې څخه د خلکو د وتلو لړۍ په دراماتیکه توګه پراخه شوې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مشر انتونیو ګوتیریس په انقره کې وویل د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې څه د پاسه څلور سوه زره کسان له سوريي څخه ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

د ښاغلي ګوتیریس په وینا ددغو کډوالو سم نیمايي يې هغه ماشومان دي چې عمرونه يې له یوولسو کلونو څخه کم دي.

د ملګرو ملتونو د دغه مقامو له مخې که چیرته وضعيت همدا شان دوام وکړي نو د روان م کال تر پایه به د سوريې د کډوالو شمیر دوه یا دریو میلیونو ته ورسیږي.

د رویترز خبري اژانس په وینا اکثره کډوال ګاونډیو هیوادونو ترکيې، لبنان اردن او عراق ته وتلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وايي د سوريې د روانې شخړې له امله د دې هیواد په داخل کې هم ۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.

که څه هم چې نړیوالې ټولنې د سورېې له کډوالو سره سره د یو نیم میلیارده ډالرو د مرستې ژمنه کړې خو یو این ایچ سي ار وايي چې تر اوسه پورې د دې پیسو پینځه ویشت په سلو کې دوي ته رسیدلي دي.

د رویترز خبري اژانس په وینا سورېې د شخړې د حل لپاره چې د نړۍ قوتونه يې په دوو برخو ویشلي په نزدې راتلونکې کې کومې نښې نښانې نه تر سترګو کیږي.
XS
SM
MD
LG