د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

"د ډرون الوتکو د عملیاتو ارقام او معلومات خپرېدل بند شول"


د امریکا د پوځ مرکزي قومندې چې په افغانستان کې د جګړې څارنه کوي؛ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې په دې هیواد کې يې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو په اړه خپاره شوي ارقام او معلومات لرې کړي دي.

پوځ ویلي داګام يې د دې لپاره اخستی، چې د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو جزئیات په غیر متناسب ډول او یوازې هغه مهال خپرېدل چې کله به دې الوتکو بریدونه ترسره کول.

د امریکا د پوځ مرکزي قومنده وايي، خپاره شوي ډاټا یا معلومات د درې فیصده بریدونو په اړه دي په داسې حال کې چې پاتې اوه نوي په سلو کې د ډرون اکتشافي ماموریتونه دي.

د ولسمشر باراک اوباما ادارې په یو شمیر هیوادونو کې د القاعده شبکې پورې اړوندو وسلو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پراخ کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې د ملکیانو مرګ ژوبلې په افغانستان او پاکستان کې د خلکو اندیښنې زیاتې کړي او دا مساله د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ د اختلاف سبب شوې هم ده.

په عین حال کې د امریکا په کانګریس کې د ډرون په حملو کې د رامنځته کیدونکي مرګ ژوبلې د قانونیت په اړه هم بحثونه تاوده شوي دي.

دغه راز د کانګریس یو شمیر غړي د امریکا پر خاوره د تروریزم په شک د دې هیواد د اتباعو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو له کارولو سره هم مخالفت څرګند کړی دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندې ویلي؛ په افغانستان کې د بې پیلوته الوتکو د حملو په اړه د معلوماتو د نه خپرولو پریکړه په دې هیواد کې له میشتو ایساف ځواکونو سره په مشورې؛ شوې ده.
XS
SM
MD
LG