د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

امريکا او طالبانو د ولسمشر کرزي څرګندونې رد کړې


د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی وايي؛ اوس هم هره ورځ له هیواده بهر ورځ د امریکایانو او د طالبانو د استازیو ترمنځ خبرې روانې دي.

ښاغلي کرزي په کابل کې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې د لمانځلو پر مهال وویل؛ چې طالبان د دې لپاره چې بهرنیان تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې پاتي شي؛ نو خپلو حملو ته دوام ورکوي او خلک وژني.

افغان ولسمشر په دې ټینګار کوي چې؛ وسله وال طالبان په افغانستان کې حملې د دې لپاره تر سره کوي؛ چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم بهرني قواوې په افغانستان کې پاتې شي.

خو وسلوالو طالبانو او واشنګټن دواړو، د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په اړه د ولسمشر کرزي څرګندونې رد کړې او ويلي يې دي، دوى د سولې خبرې نه دي کړي. طالبانو د سولې خبري کال مخکې ودرولې.

د امريکا حکومت هم ويلي هغې سياسي روغې جوړې ته ژمن ده چې له طالبانو سره د سولې خبرې هم په کې شاملې وي، خو دغه پروسه د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو موافقې ته اړتيا لري.

يوه امريکايي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط رويټرز اژانس ته ويلي، دا ادعا نا سمه ده، موږ د افغانانو په مشرۍ د سياسي روغې جوړې ملاتړ کوو.
XS
SM
MD
LG