د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۲۱

"ځان وژونکي حملې امریکا ته زور ښودل نه، بلکې ورته خدمت کول دي"


د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی وايي؛ اوس هم هره ورځ له هیواده بهر ورځ د امریکایانو او د طالبانو د استازیو ترمنځ خبرې روانې دي.

ښاغلي کرزي په کابل کې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې د لمانځلو پر مهال وویل؛ چې طالبان د دې لپاره چې بهرنیان تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې پاتي شي؛ نو خپلو حملو ته دوام ورکوي او خلک وژني.

افغان ولسمشر په دې ټینګار کوي چې؛ وسله وال طالبان په افغانستان کې حملې د دې لپاره تر سره کوي؛ چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم بهرني قواوې په افغانستان کې پاتې شي.

ولسمشر کرزي چې په کابل کې یې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې د لمانځلو پر مهال څرګندونې کولې وویل؛ له یوه پلوه وسله وال طالبان د بهرنیانو د پاتې کیدو لپاره افغانان وژني خو له بل پلوه بیا د دوی مشران په بهرنیو هیوادونو کې له امریکایانو سره مذاکرې کوي:

"په داسې حال کې چې د هغوي مشران د دوی استازي هره ورځ له امریکایانو سره خبرې کوي؛ هم امریکایان موږ ته وايي او هم وطن دوست طالبان موږ ته راځي او راته وايي، چې زموږ د مشرانو او امریکایانو ترمنځ دغه خبرې روانې دي؛ ځان ورباندې پوه کړئ، هره ورځ په اروپا او د خلیج په هېوادونو کې دامریکایانو، بهرنیانو او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.

امریکا وايي، چې طالبان زموږ دښمنان نه دي او له هغوی سره جګړه نه کوو، ولې د طالبانو په نامه هره ورځ زموږ په هېواد کې خلک ځوروي؛ همدارنګه طالبان هم هغوی سره خبرې کوي، خو په خوست او کابل کې بمونه چوي او وايي، چې موږ امریکا ته خپل زور ښيو. نه، دغه د پرون ورځې بمي چاودنې امریکا ته زور ښکاره کول نه بلکې هغوی ته خدمت کول وو."

جمهور رییس وایي، دغه بمونه چې په خوست او کابل کې یې ماشومان او عام خلک ووژل؛ د طالبانو له خوا بهرنیانو ته د خدمت لپاره ترې کار واخیستل شو.

ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړې؛ چې تیره اونۍ د ناټو د سازمان عمومي منشي انډرس فوغ راسموسن هم افغانستان ته سفر کړی و.

جمهور رییس وویل، چې په دغه سفر کې ښاغلي راسموسن هم ټینګار وکړ؛ چې د ناټو هر غړی هیواد غواړي له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته هم په افغانستان کې یو ډول حضور ولري.

خو هغه ټینګار وکړې چې بهرنې ځواکونه به د افغانستان د خلکو د غوښتنو او شرایطو سره سم پاتې کیږي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته به د افغانستان حالت لا ښه شي.

نوموړي وویل، چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د ځمکې لاندې منابعو له استخراج سره لیوالیتا ښودلې. ښاغلي کرزي په دې اړه د امریکا یادونه وکړه؛ چې په وینا یې له مخکې یې له دوی نه په دې اړه کتبي غوښتنه کړې:

"په هرځای کې ترځمکې لاندې د پام وړ منابع لرو، د امریکا په ګډون ځینو هېوادونو لا له وړاندې موږ ته لیکلي؛ فلانی شی موږغواړو، اوس یې موږ ته لیکلي، دا چې موږ اوتاسې متحدین یو؛ نو ستاسو ترمځکې لاندې فلانی موادو ته موږ اړتیا لرو؛ بل چا ته یې مه ورکوئ، ما ورته ویلي، چې راځه بیا خبرې سره کوو.

په تمامه معنی داسې یو هېواد یو، چې روښانه راتلونکی لرو، ترځمکې لاندې په تریلیون ډالرو مواد لرو یو ټریلیون زر بیلیونه کیږي، له تیلو ګازو نیولې هغه څه چې نوي راوتلي د نادره عناصرو په نامه له اوسپنې نیولې تر مسو او د همدارنګه نور نور..."

حامد کرزي وویل، چې افغانانو د ستونزو د ګاللو لپاره ډیره بیه ورکړې او دا چې ستونزې تیرې شوي؛ نو هیواد یې د پرمختګ او ښې راتلونکې په لور ځي.
XS
SM
MD
LG