د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۰

کراچيوانان: د لغمان ښاروالۍ مو غریبي ته نه پریږدي


د لغمان ولایت په مرکز کې یو شمېر لاسي پلورونکي غریبکاره خلک وايي؛ چې په دې ښار کې د توکو د خرڅلاو لپاره منظم ځای نه لري او که د سړک تر غاړې دریږي نو د ښاروالۍ کسان او د دې ښار ټرافیک يې ورته لاسي ګاډۍ چپه کوي؛ سپکې سپورې ورته او د ښاروالۍ د ټیکس په نامه ترې هره ورځ لس کلدارې راغونډوي.

دوی وايي، له دې وړاندې به یو شمېر ډنډه ماران هم ګرځیدل او هغوی به له هرې ګاډۍ شل، دېرش روپۍ غونډولې، خو اوس ختم شوي دي:

"زما نوم دوا جان دی. په دلته په ګاډۍ کې کېلې خرڅوم. بس وروره ښاروالۍ موږ نه پریږدي، کله راشي ګاډۍ راته چپه کړي، زموږ ګټه ټوله خاورې کړي او هره ورځ لس لس کلداری هم رانه اخلي.

ښاروالۍ موږ ته مشخص ځای نه دی ښودلی؛ چې هلته لاړ شو خپله غریبي وکړو او دلته په ښار کې مجبور یو، چې د سړک په غاړه خپل توکي خرڅ کړو خو دلته ټرافیک او د ښاروالۍ کسان موږ نه پریږدي هر څه راته چپه کړي."


بل خوا د لغمان ښاروال عبدالمقيم دا مني، چې مخکې به د ډنډه مارانو په نامه له دوی نه پیسې غونډیدلې، نوموړی وايي، هغه يې بندې کړي، خو د ښاروالۍ ټيکس قانوني پیسې دي، چې د تاجايي په نامه اخیستل کیږي.

خو دا، چې د لغمان په مرکز کې، دغو خلکو لپاره ولې یو منظم ځای نشته، چې خپل توکي هلته خرڅ کړي؟

ښاروال عبدالمقیم وايي، چې دوی په لغمان کې د ښاروالۍ داسې ځمکه نه لري، چې دوی لپاره کومه منډوي جوړه کړي.

نوموړی وايي، چې بیا هم په پلان کې لري، چې د ښار په څلورو دروازو کې دغو غریبو پلورونکو لپاره ځایونه مشخص کړي.

"دلته په لغمان کې ښاروالۍ ځمکې نه لري او که وي هم ډیرې کمې دي، اوس فعلاً د دې لپاره موږ پلان جوړ کړی، چې د ښار هرې دروازې سره دوی ته یو ځای جوړ کړو، تر څو دوی وکولی شي، هلته خپل توکي خرڅ کړي."

د یو شمېر ښاریانو په خبره، که چېرې دغو لاسي خرڅوونکو خلکو لپاره په ښار کې یو منظم ځای جوړ شي؛ نو له دې سره به د دغو غریبکارانو پرتې ستونزې اوارې شي او بل لور به د ښار په صفايي او د ګڼې ګوڼې د کموالي په برخه کې هم مثبت اغیز وکړي.

راپور: شاه محمود شینواری - لغمان
XS
SM
MD
LG