د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

په روانه اونۍ کې د بګرام زندان افغان لوري ته سپارل کیږي


د بګرام زندان
د بګرام زندان
وروسته له هغې چې د شنبې په ورځ افغان لوري ته د بګرام د زندان بشپړه سپارنه وځنډیده، اوس افغان چارواکي وايي، د روانې اونۍ په اوږدو کې به د بګرام زندان په بشپړه توګه ور وسپارل شي.

د ولسمشر کرزي د ویندوی دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي چې؛ په دې اړه ولسمشر حامدکرزي او په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو امریکايي قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ د خالي د ورځې په ماښام خپلو کې موافقه وکړه چې د بګرام زندان چارې به د روانې اونۍ په اوږدو کې افغان لورې ته سپارل کیږي.

ټاکل شوې وه چې، دا زندان پرون (شنبې) افغان حکومت ته سپارل شوی وای؛ د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس وايي؛ افغان چارواکو په دې اړه جوړیدونکو مراسمو ته خبریالان هم ورغوښتي وو او نور چمتوالي یې هم نیولې و، خو په ورستۍ شیبې کې وویل شول؛ چې د زندان سپارنې مراسم لغوه شول.

دا چې ولې د شنبې په ورځ د بګرام د زندان سپارنې چارې وځنډیدې، په لومړي سر کې پرې د افغانستان د دفاع وزارت له څرګندونو ډه ډه کړې وه.

خو د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د امریکايي چارواکو له خولې ویلي وو، د زندان سپارنې مراسم ځکه لغوه شول؛ چې دوی له افغان لوري سره په دې اړه توافق نهايي کړی نه وو.

دا اژانس وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند "جیمي ګرېبیل" (Jamie Graybeal) ورته په یو ایمیل کې ویلي چې؛ موږ افغان لورې ته د بګرام د زندان د سپارنې پر جزییاتو د افغان لوري سره کار ته دوام ورکوو او د امریکا متحده ایالت د دې زندان او افغان زندانیانو پشپړې سپارنې ته ژمن دي.

ګرېبیل زیاته کړې کله چې بشپړ توافق ته ورسیدو نو د زندان سپارنې پروسه به ترسره شي.

د ولسمشر حامد کرزي د ویندوی دفتر په خبرپاڼې کې د دې ځند د علت په اړه ویلي دي؛ د زندان سپارنې لپاره نوې نیټه ځکه وټاکل شوه څو د بشپړ انتقال لپاره د تخنیکي او حقوقي مسلو په ګډون یو شمیر پاتې جزییات هوار شي.

که څه هم د ولسمشر کرزي د ویندوی له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې په دې برخه کې د اختلافي مسالو د څرنګوالي په اړه ډير جزییات نه دي ورکړل شوي؛ خو ویل شوي دي، چې په دې کې د افغانستان د ملي حاکمیت د بشپړ عملي کیدنې او د توقیف د تخنیکي او حقوقي اړخونو موضوعات شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر کرزي له جنرال دانفورډ سره په لیدنه کې؛ د روانې اونۍ په اوږدو کې د بګرام د زندان پر ورسپارلو او د افغانستان د ملي حاکمیت پر درناوي ټینګار وکړ.

خبر پاڼه په افغانستان کې د ناټو د قومندان جنرال جوزف ډانفورډ له خولې وايي؛ چې د دې موضوع د حقوقي اړخ په شمول به په دې برخه کې پر ټولو جزییاتو د افغان لوري سره کار وکړي؛ څو په همدې اونۍ کې د بګرام زندان په بشپړه توګه افغان لورې ته د سپارنې لپاره چمتو شي.

تمه ده چې دا مساله به د ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د دفاع د وزیر چک هیګل ترمنځ هم په لیدنه کې وڅیړل شي.

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل افغانستان په یو سفر تللی دی او تر اوسه یې د یو شمر امریکايي پوځیانو او ځینو افغان چارواکو سره کتلي دي.
XS
SM
MD
LG