د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

هیګل: غواړم د افغانستان له روان وضیعت څخه ښه خبر شم


د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل
د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل
د امریکا د دفاع نوی وزیر د شنبې په ورځ کابل ته راورسیده. دا د امریکا د دفاع د وزیر په توګه افغانستان د نوموړی لومړنی سفر دی.

نوموړی له کابله باګرام پوځي اډې ته ولاړ او له هغه ځایه د امریکايي سرتیرو سره د لیدنې لپاره جلال اباد ته ولاړ.

پرون په افغانستان کې د چک هیګل بشپړه ورځ له رسیدو سره سم په یو ځان وژونکي چاودنه پیل شوه، دا چاودنه له هغه ځایه د یو کیلومټر په اندازه لرې وه چېرې چې د امریکا د دفاع وزیر یوه غونډه کې برخه لرله.

د دې چاودنې په اړه چې د افغان امنیتي سرتیرو او ملکیانو په شمول یې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ چې دا یې د امریکا د دفاع وزیر ته یو پیغام و.

د رویټرز خبري اژانس وايي، کله چې له هیګل څخه د دې چاودنې په اړه وپوښتل شول، هغه وویل: "زه ډاډمن نه وم چې دا څه دي."

هیګل زیاته کړي، خو موږ د جګړې په سیمه کې یوو او زه په جګړه کې پاتې شوی یم، نو دا راته ډیره ناببره نه ده، چې چې بم وچوي او چاودنه رامنځ ته شي.

رویټرزي خبري اژانس وايي، چک هیګل له دې وروسته د هغو قومندانانو سره چې په افغانستان کې د امریکا په دې اوږده جګړه کې برخه لري د لیدنې لپاره د باګرام پوځي اډې ته ولاړ او هلته یې له پوځي قومندانانو سره وکتل.

له هغې وروسته د امریکا د دفاع وزیر په جلال اباد کې هوايي ډګر ته چې امریکايي سرتیري په کې میشت دي؛ ولاړ او هغو دوو سرتیرو ته یې میډالونه په اوږو وځړول چې دده په شان په جګړه کې ټپیان شوې دي.

اژانس وايي، نوموړي په جلال اباد کې امریکايي سرتیرو ته وویل، دا ريښتیا ده زه په ۱۹۶۸ م کال کې په ویتنام کې د امریکا په پوځ کې وم.

هیګل د امریکا د دفاع لومړنی وزیر دی چې دویتام د جګړې پرمهال د امریکا په پوځ کې و.

چوک هیګل تر دې مخکې په ۲۰۰۸ م کال کې افغانستان ته له بارک اوباما سره چې هغه مهال سناتور وو سفر کړی و.

نوموړي امریکايي سرتیرو ته وویل، چې افغانستان ته یې د د سفر هدف دا دی څو دلته په روان وضیعت ښه خبر شي او همدارنګه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې شوی پرمختګ و ارزوي.

راپور د هیګل له خولې وايي، که څه هم په افغانستان کې زموږ رول په یو ملاتړي رول بدلیږي؛ خو لا هم دا یو ستونزمن او خطر ناک ماموریت دی.

نوموړی کابل ته د رسیدو پر مهال د ناټو پرسونل ته وویل، موږ لا هم به جګړه کې یوو او له تاسو څخه ډیر به د جګړې، بدرنګ واقیعت د تجربې له دوام سره مخ وي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس وايي؛ چې چاودونې، افغان حکومت ته د باګرام زندان په سپارنه کې وروستي ځنډ او له میدان وردګ څخه د امریکا د ځانګړو ځواکو د وتلو پر غوښتنې د ولسمشر حامد کرزي ټینګار هغه څه دي؛ چې د چک هیګل دا لومړنی سفر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

ټاکل شوې ده چې چک هیګل به د یکشنبې په ورځ له ولسمشر حامد کرزي او نورو افغان چارواکو سره وګوري او پر مهمو دوه اړخیزو مسالو به خپلو کې خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG