د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

دبګرام زندان ولې افغان حکومت ته نه سپارل کیږي؟


د کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ افغان لوري ته د بګرام زندان د مسوولیت د سپارلو په اړه لیکنې اوتبصیرې کړې دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي؛ بیا هم افغان لوري ته د بګرام زندان د چارو بشپړ سپارل وځنډول شول.

د مطلب د لیکوال په بارو، شاید د زندان د سپارلو ځنډېدا علتونه د هغه افغان زندانیانو ازادول وي، چې امریکا یې خطرناک ګني او یاهم د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه خبرې اترې وي.

ملي باور:

ملي بارو ورځپاڼې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال له خولې لیکلي؛ چې وايي، د بګرام زندان مسوولیت ځنډیدل علت ځینې تخنیکي ستونزې دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکلي، د تخنیکي ستونزو د له منځه وړلو ورسته به د زندان مسوولیت په بشپړه توګه افغان دولت ته وسپارل شي.

خو یادې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې، چې د بګرام زندان چارې ولې افغان لورې ته نه سپارل کیږي؟

د سرمقالې د لیکوال په اند، پخوا به چې کله امریکايي ځواکونو افغان دولت ته د زندانیانو له سپارلو انکار کاو او ویل، به یې چې په افغان زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند کیږي.

لیکوال وړاندې لیکي، خو دا چې دا ځل بیا هم د زندان سپارل وځنډول شول د لیکوال په باور ترډېره بریده مساله بل چېرته ده او هغه هم دا، چې افغان ولسمشر تېره اونۍ ولسي جرګه کې وویل؛ چې د امریکا په زندانونو کې ګڼ شمېرزندانیان بې ګناه دي او له سپارلو ورسوته د بګرام زندانیان بې ګناه زندانیان خوشې کړي.

د سرمقالې د لیکوال په عقیده، بل لوری ویره شته، چې امریکا، دا کار د یو لړ مسایلو په خاطر کوي، لکه د امریکا د افغانستان ترمنځ ستراتیژیک تړون، چې امریکا خپلې ګټې او افغان دولت خپلې ګټې په کې لټوي.

محور:

محور ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي بګرام زندان د افغان حکومت او امریکا لوري ترمنځ په لویه لانجه او سرخوږي او ښتی؛ د د واړو لورو ترمنځ له ډېر وخت راپدېخوا په دې مساله کشمکش روان دی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، یاد زندان افغان حکومت د طالبانو د راپخلا کولو یوه ښه وسیله ګڼي او افغان ولسمشر غواړي هغه ترلاسه کړي او د ځان په ګټه یې وکاروي؛ خو امریکا یې بیا په خپله برخه د ځان په ګټه د کارولو هڅې کوي.

د سرمقالې په پای کې لیکوال وړاندیز کوي؛ که دا زندان د سولې په بهیر کې ګټور پرېوځي، نو امریکا ته په کار ده، چې په دې برخه کې له افغانستا ن سره مرسته وکړي او دغه زندان ور وسپاري، تر څو افغان حکومت ترې د سولې او له طالبانو سره د خبرو په برخه کې کار واخلي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، د بګرام زندان د ځنډېدا یوعلت د امریکايي ځواکونو له خوا د یو لړ پشنهادت وو چې افغان ولسمشر ته یې کړي و.

په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼه لیکي په روانه اونه کې به په بشپړه توګه د بګرام د زندان چارې افغان لوري ته وسپارل شي.

چمتوکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG