د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۵

"د میدان وردګو مساله به له افغان لوري سره هواره شي"


د امریکا د دفاع نوی وزیر چک هیګل
چک هیګل په جلال اباد هوايي ډګر کې د تم کیدو پر مهال خبریالانو ته وویل؛ دې باوري دی، چې له میدان وردګو څخه به د ځانګړو امریکايي ځواکونو د ایستلو مساله له افغان چارواکو سره هواري شي.

دوه اونۍ وړاندې افغان چارواکو په میدان وردګو کې میشت د امریکا سپیشل فورس یا ځانګړي ځواکونه د عامو افغانانو سره په ناوړه چلن تورن کړل او ولسمشر حامد کرزي د دفاع وزارت ته دنده وسپارله چې په دوو اونیو کې دې دې د امریکا ځانګړي ځواکونه له میدان وردګو وباسي.

خو اوس چې دا ټاکل شوی ضرب الاجل په تمامیدوی دی؛ د میدان وردوګو ولایت چارواکي وايي، د هغو تحقیقاتو د دوام له امله چې د دې ځواکونو له خوا د شوي ناسم چلن په اړه په سیمه کې روان دي، تر اوسه د امریکا ځانګړي ځواکونه له دې ولایت څخه نه دي وتلي.

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د جلال اباد په هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي؛ ډاډمن دی چې د میدان وردګو څخه د ځانګړو امریکايي ځواکونو د وتلو مساله به له افغان لوري سره هواره کړي.

ټاکل شوې ده چې، د امریکا د دفاع نوی وزیر چک هیګل به چې د دفاع د وزیر په توګه یې افغانستان لومړنی سفر دی؛ د ولسمشر حامد کرزي سره هم وګوري.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی؛ ویلي، تر اوسه پورې څرګنده نه ده، چې د دواړو له لیدنې او خبرو اترو به څه نتایج رابرسیره شي؛ خو باور لري چې، د دې ستونزې د هواري لپاره لا هم ور نه دی تړلی.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د ایتلافي ځواکونو د یو بل چارواکي له خولې؛ چې وايي، له ځانګړو ځواکونو سره کار کوي ویلي؛ له میدان وردګ څخه ځانګړي ځواکونه وتلو ته چمتو دي؛ خو دوی اوس هم هیله لري، چې افغان چارواکو سره خبرې اترې به یو داسې هواري ته ورسیږي؛ چې دا ځواکونه په سیمه کې پاتې شي.

دغه چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډه ډه کړي؛ ویلي، په میدان وردګو کې افغان امنیتي ځواکونه تر اوسه د دې وړتیا نه لري؛ چې په یوازې سر د دې ولایت امنیت وساتي.

راپور وايي، په همدې ورځ د ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د دفاع له وزیر سره له کتنې وروسته په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ ویلي؛ داسې یو جوړجاړی ممکن دی چې، له مخې به یې یو شمېر ځانګړي سرتیري پاتې شي. نوموړې ویلي، چې په دې برخه کې موافقه وشوه چې د افغانستان د دفاع له وزیر سره به کار ته دوام ورکوي.

د ناټو د عملیاتو د لوی درسیتز مرستیال او د اسټرالیايي ځواکونو غړي ډګروال اډم فاینډلي ویلي؛ یو انتخاب به داوي چې، د ځانګړو امریکايي ځواکونو پر ځای عادي ځواکونه ځای پرځای شي.

ډګروال اډم ویلي دي، که چیرې ولسمشر کرزي د امریکا د دفاع وزیر او ناټو قومندان سره په خبرو اترو کې له دې ولایت څخه د بهرنیو سرتیرو په وتلو بیا هم ولاړ پاتې شي؛ نو ناټو چارواکي د دې ځانګړو ځواکونو د ایستلو پلان لري.

د ناټو چارواکي اندېښنه څرګندوي، چې که چیرې دوی د میدان وردګو څخه ووځي؛ نو په دې ولایت کې راپورته کیدونکې ناکرارۍ په پایتخت کابل ته ګواښ پېښ کړي.
XS
SM
MD
LG