د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د ولسي جرګې د اداري پلاوي لپاره یو کاندید هم بریالی نه شو


د ولسي جرګې د اداري پلاوي څلورو پوستونو ته په یوولسو کاندیدانو کې یوه هم د حاضر نصاب پنځوس جمع یو پوره نه کړل او ونه توانیدل چې د اداري هیئت غړي دې شي.

د قانون له مخې د ولسي جرګې رﺉیس د بشپړې دورې لپاره او نور غړي یې د هر کال په سر کې ټاکل کېږي.

ولسي جرګې د شنبې په ورځ یادو پوستونو ته انتخابات ترسره کړل، خو یوکاندید هم لازمې رایي خپلې نه کړې.

د جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي د انتخاباتو په پاې کې وویل:

«د لومړي نایب کرسۍ ته کاندید حاجي ظاهر قدیر او میرویس یاسیني ونه شول کړای پنځوس جمع یو رایه پوره کړي، دوي دوهم دور ته هم ځانونه نه شي کاندیدولای ځکه درېیم کاندید ورسره نه و.»

د ولسي جرګې اداري هیئت له رﺉیس پرته څلور نورې څوکۍ هم لري:

(د جرګې لومړی او دوهم نایب او لومړی منشي او دوهم منشي).

په دې ورځ د جرګې حاضر نصاب دوه سوه یوویشت غړي و، چې په یو سلو یوولس رایو، کاندید کولای شول، چې د اداري هیئت غړی شي.

د لومړي نایب کرسی ته کاندید میرویس یاسیني«نهه نوي» او حاجي ظاهر قدیر«نوي » رایي یوړې.

د دوهم نایب کرسۍ ته کاندید نعمت اله غفاري«اویا» او امان اله پیمان
«یوشپیته» رايی خپلې کړې.

همدا رنګه د لومړي منشي کرسی ته کاندید،عبدالستارخواصي «یو سل اویو» او عبدالقادر قلاتوال« اتیا» رایې یوړې، د نورو کاندیدانو رایې تر دوې لږې وې.

د جرګې ريیس وویل، د لومړي نایب او لومړي منشي کرسیو ته به نوي کاندیدان ځانونه ونوموي او د دوهم نایب او دوهم منشي کرسیو ته به د هغو کاندیدانو ترمنځ دوهم ځلي انتخابات وشي، چې تر نورو یي زیاتې رایې ګټلي دي:

«د جرګې ټول غړي په دې نظر دي، چې انتخابات دې د وړ کاندیدانو ترمنځ سبا ترسره شي، ځکه چې نن یو کاندید هم معینی رایې ونه ګټلې.»

تیر کال د ولسي چې د اداري هیئت انتخابات په یوې لویې ستونزې اوښتي و او په څه باندې یوه میاشت کې هم دا انتخابات ترسره نه شول.

د ولسي جرګې ځینو غړو وویل، که د اداري هیئت انتخابات په همدې ډول پرمخ ولاړ شي، ممکن بیا هم ستونزمن او ډیر وخت به ونیسي.

خود جرګې ريیس وویل، دا ځل به د اداري هیئت انتخابات ژر ترسره کړي.

خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG