د ونزویلا د سرپرست جمهور ریس په توګه د نیکولاس مادورا د لوړې مراسم په پرون د دې هیواد په ملي شورا کې ترسره شول .
د لوړې د مراسمو ټول جریان د ونزویلا د ملي ټلویزیون څخه خپور شو.
د ونزویلا سرپرست ولسمشر پرون خپل ولس ته په وینا کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کیدو غږ وکړ.
نیکولاس مادورا وویل:
”له هغو ټولو سختیو سره ، چې زموږ د پلرني هیواد د اساسي قانون او عدلي سیسټم لخوا ورسره مخامخ یو او د قانون ۲۳۳ مادې ته په توجه، زه په بیړني ډول د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه کوم تر څو د ونزویلا خلک دا پریکړه وکړي، چې څوک په ډيموکراتیک ډول د خپل جمهوریت مشر ټاکي“
د هوګو چاویز یو شمیر پلویان د سرپرست په توګه د نیکولاس مادورا د ټاکل کیدو د هرکلي لپاره پرون په پلازمینه کاراکاس کې د پارلمان د ودانۍ په وړاندې را غونډ شوي وو .
د چاویز د پلویانو له ډلې یوه تن ، مارکو سانچز د چین مرکزي ټلویزیون ته وویل ، چې د سر پرست ولسمشر په توګه د نیکولاس مادورا له ټاکل کیدو خوشحاله دي.
مارکو سانچز :
”چاویز پر مادورو باور درلود ځکه یې (تر مړینې مخکې) د خپل ځاي ناستې په توګه ټاکلی وو“
د چاویز یو بل پلوي هوزې د چین مرکزي ټلویزیون ته وویل، چې د نیکولاس مادورا ټاکل کیدل د خپل هیواد په ګټه ګڼي.
هوزې: موږ دلته د دې لپاره را غونډ شوي یو، چې د نیکولاس مادورا او خپل ولس څخه ملاتړ څرګند کړو.
د ونزویلا جمهور ریس هوګوچاویز اته پنځوس کلن وو او د سه شنبې په ورځ د سرطان د ناروغۍ له وجې مړ شو.
د چاویز د جنازې په رسمي مراسمو کې د هغه میرمن ، مور ، لورګانې او د کورنۍ نور غړي شامل وو ، چې د کاراکاس کې په پوځي اکاډمۍ کې ترسره شول.
برخه والو په خپل وار په پوځي اکاډمۍ کې د هغه د تابوت ننداره وکړه او د وینزویلا ملي ارکستر د دې هېواد ملي سرود غږاوه.
د جنازې رسمي مراسمو ته د بیلاروس او ایران د ولسمشرانو په شمول د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو رهبران ورغلي وو.
د چاویز تابوت به ۷ ورځې د پلازمینې کاراکاس په پوځي اکاډیمۍ کې ایښی وي څو د هغه مینه وال د وروستي دیدار موقع ولري.
د ونزویلا سرپرست ولسمشر نیکولاس مادورا وویل، چې چاوېز به د پخواني شوروي او چین د سوسیالیست انقلاب د مشرانو (لېنن) او (مائو) په څېر مومیايي او په شیشه يي صندوق کې کیښودل شي.
رپوټونو وايي، چې په ونزویلا کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات په راتلونکې یوه میاشت کې وشي.