د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۴۲

خبرونه

د پاکستان صدراعظم هند ته لومړى رسمي سفر وکړ

د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف پر دې څوکۍ د ټاکل کیدو له وخت راهیسې د لومړي ځل لپاره، هند ته لاړ.

اشرف نن د هند لویدیځ ښار جیپور ته ورسیده او وروسته اجمیر شریف کې د خواجه محي الدین چشتي زیارت ته لاړ .

د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید په جیپور کې له اشرف سره د غرمی ډوډۍ وخوړله. چارواکو مخکې ویلي وو چې د پاکستان د صدراعظم په سفر کې د کومو مهمو خبرو پلان نه شته.

د پاکستان د صدراعظم له سفر مخکې د هند صدراعظم منموهن سنګ ویلې و چې د هند او پاکستان د خلکو تر منځ د تماسونو او سوداګرۍ د برخو په ګډون، ددواړو ګاونډیو هیوادونو په اړیکو کې یو څه پرمختګ راغلی دی.

سنګ دا هم وویل، ترهغې چې پاکستان ، دده په وینا، د ترور ماشین تر واک او کنترول لاندي را نه ولې، د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې عادي کیدلاي نشي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

خلیلزاد بیا د نجونو زده کړو په اړه د 'مولوي عبدالحمید' نوې څرګندونې وستایلې

ایرانی دیني عالم مولوي عبدالحمید

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د نجونو د زده‌کړو او کار په اړه د ایراني دیني عالم مولوي عبدالحمید پيغام واوري.

پرون یو ځل بیا د مولوي عبدالحمید نوې وینا خپره شوې چې په کې یې د افغان نجونو له‌ زده‌کړو او کار ننګه کړې او په دې برخه کې په دوی بندیزونه غیرشرعي بللي.

خلیلزاد نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دی د مولوي عبدالحمید له هغې خطبې ستاینه کوي چې په کې د نجونو او ښځو د زده‌کړې د ملاتړ او تر خوا یې په سړې هوا کې له افغانانو سره د بشري مرستو غوښتنه کوي.

مولوي عبدالحمید موده وړاندې هم یوه پیغام کې ویلي و، افغان نجونې شرعي حق لري چې زده‌کړه او کار وکړي.

افغانستان کې په جنګي جرمونو ټولو تورنو د محاکمې غوښتنه وشوه

ارشیف: په کابل کې له چاودنې وروسته د یوه سوځېدلي موټر انځور -March 17, 2018

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې په جنګي جرمونو ټولو تورنو ته د سزا او د دوی د محاکمې غوښتنه کړې.

دې سازمان یوه اعلامیه کې چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۲۷مه یې د طالبانو له‌خوا د جمهوریت روغتون په مخ کې د ځانمرګي برید د قربانیانو په یاد خپره کړې، دا خبره کړې ده.

په دې برید کې چې له چاودېدونو توکو ډک امبولانس په کې د جمهوریت روغتون مخې ته والوځول شو، نږدې ۱۰۰ تنه ووژل شول چې اکثریت یې ملکیان وو.

د بشري حقونو د څار سازمان په دې اعلامیه کې د هغې نجلۍ یادونه کړې چې له برید وروسته یې له سترګو وینې روانې وې او ویل یې، کوڅه له جسدونو ډکه وه.

د بشري حقونو د څار سازمان همدا ډول په ځینو پېښو کې مخکېنی جمهوري دولت، متحده‌ایالات او د اسټرالیا په ګډون یو شمېر هېوادونه هم د ملکي تلفاتو اړولو برخه کې پړه ګڼي.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې، وروسته تر دې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، اعدامونو او خپل‌سرو سزا ورکولو ته یې زور ورکړی او د دې جدي سرغړونو د پای ته رسولو لپاره یې هېڅ ګام نه دی اخیستی.

په دې اعلامیه کې غوښتل شوي چې په افغانستان کې دې په ټولو جدي سرغړونکو او په جنګي جرمونو تورنو عدالت تطبیق شي.

کرکټ؛ سویلي افریقا په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

د سویلي افریقا او انګلستان ترمنځ د بېګانۍ لوبې یو انځور

سویلي افریقا په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه.

د کوربه سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د ۳ یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ۲۷ منډو په توپیر انګلستان مات کړ.

دغه لوبه چې تېره شپه ناوخته پای ته ورسېده، سویلي افریقا د ۲۹۹ منډو هدف ټاکلی و او انګلستان بیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې وان ډر ډوسن د سویلي افریقا او جېسن رای د انګلستان لپاره سلیزې ووهلې.

د انګلستان لوبغاړو ونه کړای شول چې ټول اورونه ولوبوي دوی په پینځه څلوېښتم اور کې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې.

د سویلي افریقا لپاره نارتکیا، مګالا او رباډا ښه توپ اچونه وکړه، دوی په ترتیب سره څلور، درې او دوه ویکټې واخیستې.

مګالا چې نن یې لومړۍ نړیواله لوبه هم وه د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د یادونې ده چې دواړه لوبډلې به د یکشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۹مه دویمه لوبه ترسره کړي.

د کابل په ګډون ځینو ولایتونو کې د واورې ورېدو اټکل شوی

په بلخ کې یو ماشوم د خپلې خیمې ته د تللې لارې څخه واوره پاکوي.

د هوا پېژندنې د ځینو نړیوالو ادارو له اټکل سره سم سبا او بل سبا د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر مرکزي او جنوبي سیمو کې واوره وورېږي.

د سړې هوا دا ټکل په داسې وخت کې شوی دی چې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د وزارت په وینا د تېرو درېیو اونیو په ترڅ کې د سړې هوا له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان په ځینو جنوب ختیځ او ځینو شمالي ولایتونو کې سبا او بل سبا د باران د ورېدو اټکل شوی دی.

ډبلیو ایف پي: ښايي په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر زیات شي

ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، اټکل کوي چې روان میلادي کال به په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر چې له سختې خوارځواکۍ کړېږي اته لکه پنځه اویا زرو ته ورسېږي.

د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي په باور دوه میلیونه او درې لکه نور ماشومان به هم په خوارځواکي اخته شي، خو وضعیت به یې حاد نه وي او په دې منځنۍ خوارځواکي به سږکال اته لکه څلوېښت زره مېرمنې هم مبتلا شي.

د ډبلیو ایف پي ویاند فیلیپ کروپ په کابل کې رسنیو ته وویل، که چېرته په افغانستان کې د درېیم کال په مخه وچکالي شوه نو په دې شمېرو کې ممکن روان کال شل فیصده زیاتوالی راشي.

ازبکستان افغانستان ته د برښنا لېږد کې د پام وړ کمی راوستی

ارشیف

ازبکستان افغانستان ته د برښنا د لېږد چارې له سره پیل کړې، خو د پخوا په پرتله نیمایي برښنا افغانستان ته ورکوي.

د کابل برښنا رییس حکمت اله اخندزاده پرون وویل چې ازبکستان د دوه سوه پنځوس مېګا واټه برښنا په ځای اوس سل مېګا واټه برښنا افغانستان ته صادروي چې له دې سره ستونزه نه شي حل کېدای.

په کابل کې د صنعتي پارک شاوخوا پنځوس فیصده انرژي د ازبکستان له وارداتي برښنا تمویلېږي.

نږدې دوې اونۍ مخکې افغانستان ته د ازبکستان صادراتي برښنا په بشړه ډول پرې شوې وه.

ملګرو ملتونو بېوزله افغانانو ته د پیسو ورکړه ډېره مهمه وبلله

ارشیف: په کابل کې بېوزله مېرمنې او د هغوی ماشومان

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ ویانده وایي چې په دې ساړه ژمي کې بېوزله افغانانو ته د پیسو ورکړه ډېره مهمه ده.

کارولین ګلک د جمعې په ورځ په بامیان کې وویل چې سهار هوا منفي شل وه او دا ژمی په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې بېساری دی.

د ملګرو ملتونو د دې ویاندې په وینا، که چېرته بېوزلو ته پیسې ورکړل شي دوی به په خپله خوښه له اړتیا سره سم خپله ستونزه حل کړي.

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اټکل کوي چې په دوه زره درویشتم کال کې به په افغانستان کې د بېوزله کسان شمېر اته ویشت میلیونو ته ورسېږي.

پولنډ اوکراین ته ۶۰ ټانکونه ورکوي

ارشیف

پولنډ غواړي چې اوکراین ته ۶۰ ټانکونه ورکړي.

دا د هغو څوارلس لیپارډ-۲ جرمني ساخت ټانکونو سربېره دي چې مخکې یې وارسا له کییف سره ژمنه کړې وه.

د پولنډ صدراعظم ماتیوس موراویکي د کاناډا یوه تلوېزیون ته پرون وویل چې ۶۰ نور پرمختللي ټانکونه به اوکراین ته ولېږي چې دېرش یې پي ټي- ۹۱ ډوله دي.

پي ټي- ۹۱ ټانکونه په پولنډ کې جوړېږي، دا د شوروي د وخت د ټي- ۷۲ ټانکونو پرمختللې بڼه ده او اوکراین هم له همدې ډول ټانکونو د اوس لپاره د روسیې په وړاندې په جګړه کې استفاده کوي.

د پولنډ له دې مرستې سره د ناټو د غړیو هېوادونو له لورې اوکراین ته د ورکړل شویو ټانکونو شمېر یوسل او دېرشو ته ورسېد او داسې اټکل کېږي چې دا شمېره به پسې لوړه شي.

د اوکراین حکومت د خپلو لوړپوړو چارواکو په سفر بندیز ولګاوه

د اوکراین ولسمشر او ورسره نور لوړپوړي چارواکي

د اوکراین حکومت هغه پرېکړه تصویب کړه چې له مخې یې بهر ته د چارواکو پر سفرونو بندیز لګوي.

صدراعظم دینیس شمیهال پرون د پارلمان غړیو ته وویل چې حکومتي چارواکي، سیمه ییز چارواکي، څارنوالان، قاضیان او نور افسران یوازې په رسمي سفر بهر ته تللی شي، یا د درملنې لپاره سفر کولای شي.

شمیهال په ټیلګرام کې دا هم لیکلي چې د استراحت لپاره بهر ته سفر منع دی.

یوه ورځ مخکې تر دې د پارلمان غړی میکولا تیشچینکو چې تایلنډ ته تللی و او پارلمان یې خبر کړی نه و، له دندې ګوښه شو.

نیوزیلينډ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه

د نيوزيلنډ کرېکټ ملي لوبغاړي، انځور - ارشيف

د کوربه هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ د کرېکټ درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د ۲۱ منډو په توپیر نیوزیلنډ وګټله.

نیوزیلينډ لومړی توپوهنه وکړه او د ۱۷۷ منډو هدف یې وټاکه، چې هند یې په ځواب کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې.

د نیوزیلينډ په توپوهونکو کې ډیون کانوې او ډاري میچل نیمه سلیزې ووهلې.

د هند لپاره ورو توپ اچونکو واشنګټن سندر او کولدیپ یادف ښه توپ اچونه وکړه.

د هند په توپوهونکو کې بیا واشنګټن سندر خپله لومړۍ نیمه سلیزه ووهله.

دغه راز د شل اوریزو سیالیو لومړي نمبر توپوهونکی سوریا کومار یادوف بیا ۴۷ منډې وکړې.

د نیوزيلینډ په توپ اچونکو کې لوبډلمشر سنټر، فرګېسن او براس ویل دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

ډیري میچل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دویمه شل اوریزه لوبه د جنورۍ میاشتې په ۲۹ نېټه ترسره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG