د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د بګرام زندان سپارل کیدل وځنډیدل


د دفاع وزارت وایی چې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله افغان حکومت ته د بګرام زندان د سپارلو مساله وځنډیده.

که څه هم ولسمشرکرزي درې ورځې وړاندې ډاډ څرګند کړی وو چې د شنبې په ورځ به د بګرام زندان مسوولیتونه افغان حکومت ته وسپارل شي خو افغان چارواکي وایی چې دا کار د یوې مودې لپاره ځنډیدلې دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې دا کار د ځینو تخنیکي ستونزو د موجودیت له امله وځنډید خو د ترسره کیدو لپاره به یې ډیر ژر بله نیټه اعلان شي:

" د دې موضوع د ځنډیو علت تخنیکي مسایل دي،هرکله چې تخنیکي مسایل له مینځه ولاړشي دا پروسه به عملي شي.

هو ډیر ژر به ورته بله نیټه وټاکل شي او دا چارې به ترسره شي.

تاسو ته معلومه ده چې د ښاغلي ولسمشر ټینګار هم همدا دی چې باید بګرام زندان په بشپړ ډول افغان حکومت ته وسپارل شي".

ښاغلي وزیري څرګنده نکړه چې له امریکایی ځواکونو څخه افغان حکومت ته د بګرام زندان د سپارلو چارې د کومو تخنیکي ستونزو له امله وځنډیدې.

خوپه افغانستان کې د امریکایی ځواکونو یوه ویاند جمي ګرایبل ویلي چې افغان حکومت ته د بګرام زندان بشپړ سپارل کیدل له دې امله وځنډیدل چې له افغان لوري سره په دې اړه تړون تراوسه نه دی بشپړ شوی.

ای پي خبري اژانس د نوموړي له قوله لیکلي، امریکا په بشپړه توګه د بګرام زندان سپارلو ته ژمنه ده او ددې زندان د سپارل کیدو په جزیات له افغان حکومت سره کار کوي.

ولسمشرکرزي د تیرې چهارشنبې په ورځ د ملی شورا د نوي تقنیني کال د پرانستلو پرمهال ډاډ څرګند کړ چې تر دریو ورځو پورې به د بګرام زندان ټول مسوولیتونه افغان حکومت ته وسپارل شي.

ښاغلي کرزي دغه راز وویل چې په دې زندان کې بی ګناه بندیان به هرو مرو آزاد کړل شي:

" مونږ په دې پوه یو چې په دې زندانونوکې بې ګناه خلک پراته دي،خو که هرڅومره انتقاد هم را باندې وشي زه یې د آزادولو حکم ورکوم.

هغه کسان چې بې ګناه دي باید ډیر ژر آزاد او خپلو کورونو ته ولاړ شي خو هغه کسان چې د افغانستان د خلکو په وژلواو چاودنوکې لاس لري هغه باید خپله سزا وویني".

د راپورونو له مخې دا مهال له طالبانو سره د اړیکو د لرلو په تور کابو څلور سوه تنه په بګرام زندان کې له امریکایی ځواکونو سره بندیان دي.

افغان حکومت تردې وړاندې له امریکا سره د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیک کولو لپاره افغان ځواکونو ته د بګرام زندان د مسوولیتونو سپارل له اساسي شرایطو څخه بللي وو.

سره له دې چې د افغانستان په زندانونوکې له بندیانو سره د بد چلند او د هغوی د شکنجه کولو په اړه اندیښنه څرګنده شوې خو بیا هم افغان چارواکي ټینګار کوي چې باید ټول هغه بندیان دوی ته وسپارل شي چې په دې هیواد کې د بهرنیانوپه زندانونوکې دي.

د ملګروملتونو په یوه تازه خپور شوي راپورکې هم د افغانستان په زندانونوکې د سیستماتیکې شکنجې خبره شوې خو افغان چارواکي دا خبره ردوي او وایی چې د افغانستان په زندانونوکې سیستماتیکه شکنجه نشته.
XS
SM
MD
LG