د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۰۰

"په سوداګرۍ او صادراتو کې د ښځو ونډه په ډېرېدو ده"


د آیسا یا په افغانستان کې له پانګونې نه د ملاتړ اداره وایي؛ چې دا مهال په هیواد کې دیارلس سوه داسې خصوصي شرکتونه دي چې یا یې ښځې په راس کې دي او یا یې هم ښځې برخه والې دي.

د آیسا ادارې مشر وفي الله افتخار دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې له تیرې یوې اوونې راهیسې په کابل او ولایتونو کې لمانځل کیږي وکړې.

نوموړي وویل، د هغو دیارلسو سوو شرکتونو له خوا چې ښځې پکې فعاله ونډه لري، شاوخوا سل ملیونه ډالره پانګونه شوې:

"کوم ارقام چې آیسا ادارې سره موجود دي شاوخوا دیارلس سوه شرکتونه مونږ سره ثبت دي چې په هغو کې ښځې یا رییسې، یا مرستیالانې او یا هم برخه والې دي.

پدې دیارلس سوه شرکتونو کې اته سوه د ښځو لخوا اداره کیږي چې دا یوه غټه فیصدي ده.

یعنې ښځو په اقتصادي ډګر کې هم خپل رول ادا کړی دی چې تقریباً شل میلونه ډالرو نه ډیره پانګونه شوې."


د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوارالحق احدي هم چې پدې غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې د افغان حکومت یوه ځانګړنه د ښځو له حقونو ملاتړ دی.

ډاکټر احدي وایي ښځو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو څانګو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او دغه پرمختګ یې په سیمه کې بې ساری وباله.

خو د سوداګری او صنایعو د خونې رﺉیس محمد قربان حقجو وویل چې لا هم د افغان میرمنو د ژوند په وضعیت کې هغه ډول چې لازمه ده بدلون نه دی راغلی.

ښاغلي حقجو د ښځو په هکله دغې جوړې غونډې ته په خبرو کې وویل چې ښځو په غیر مستقیمه توګه د اقتصاد په برخه کې مهم رول لوبوي.

نوموړي وویل چې ښځې د کار پر مهال ډیر فشار او ډیر ستونزې ګالي خو لازم مزد یې نه ترلاسه کوي:

"اصلي موضوع داده چې ولې تر اوسه د افغان میرمنو حالت له اقتصادي پلوه نه ندی ښه شوی.

کله چې دوی د پردې تر شا ډیرې اقتصادي ځانګړنې لري او د کار له پلوه هم ډیر فشار ورباندې دی، نو ولې یې د زحمت په بدل کې څه نه ورکول کیږي.

مونږ ګورو لکه څنګه چې لازمه د ښځو د زحمت په بدل کې هغوی ته څه نه دي ورکړل شوي.

دا ناستې د دې لپاره دي څو مونږ د ښځو اقتصادي وضعیت له نږدې وګورو."


افغان حکومت پداسې حال کې د ښځو د پرمختګونو په هکله خبرې کوي چې لا هم افغان میرمنې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي.

نا امني، بیوزلي، بې سوادي ، او ډيرو حقوقي او روغتیایی اسانتیاوو ته نه لاس رسۍ هغه ستونزې دي چې افغان میرمنې په خاصه توګه په لیرې پرتو سیمو کې ښځې ورسره مخامخ دي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG