د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

د هند د بهرنيو چارو وزير د پاکستان د صدراعظم ”تود هرکلى” وکړ


راجا پروېز اشرف
راجا پروېز اشرف
د پاکستان صدراعظم راجا پروېز اشرف نن هند ته ورسېد، چې د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد يې په ”خلاصه غېږ” هرکلى وکړ.

که څه هم په اټومي وسلو د سمبالو دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستيو سرحدي شخړو له کبله اړيکې سړې دي، خو د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد هند ته د پاکستان د صدراعظم راجا پروېز اشرف د لومړي رسمي سفر تود هرکلى وکړ.

د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد د غرمې تر ډوډۍ مخکې په سياحتي ښار جيپور کې وويل: ”دا زموږ دود دى چې په خلاصه غېږ د خپلو مېلمنو هرکلى وکړو“

د هند د بهرنيو چارو وزارت سرچينو د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، د دغو مشرانو په کتنه کې به ”پر اصلي مسايلو خبرې” ونه شي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت يوه عالي رتبه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي: ”هند خوشحاله دى چې د پاکستان د صدراعظم د غرمې د ډوډۍ کوربه توب کوي“

د پاکستان د صدراعظم پر دې يو ورځني سفر د پاکستان اپوزيسيون عکس العمل ښوولى دى. د پاکستان مسلم ليګ نون ګوند يوه مرستيال مشر انجنير امير مقام وايي په داسې حال کې چې د اوسني حکومت لږې ورځې پاتې دي، چارواکو د بهرنيو هېوادونو سفرونه پيل کړي.

له تېر اپرېل مياشتې راهيسې راجا پروېز اشرف د پاکستان دويم عالي رتبه چارواکى دى، چې هند ته سفر کوي، هغه وخت د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اجمير شريف زيات ته سفر کړى و او د هند له صدراعظم من موهن سنګهـ سره يې د غرمې ډوډۍ وخوړه.

د پاکستان صدراعظم ښاغلى اشرف چې کورنۍ هم ورسره ده، د يو ورځني غيررسمي سفر په لړ کې په اجمير کې د حضرت خواجه غريب نواز زيارت ته ځي، چې د جيپور په ١٣٠ کيلومترۍ کې پروت دى.

د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ په جنورۍ او فبرورۍ مياشتو کې وروسته تر هغه کړکېچ پيدا شو، چې په کشمير کې د پولې په اوږدو کې د ډزو په تبادله کې شپږ سرتېري ووژل شول. دا هغه سيمه ده چې دواړه هېوادونه يې پر ملکيت دعوه کوي.

په وژل شويو سرتېرو کې څلور د پاکستان او دوه د هند وو. ادعا کېږي چې په وژل شويو هندي سرتېرو کې له يوه څخه پاکستاني پوځيانو سر پرې کړى و.

په ١٩٤٧م کال کې د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته هند له پاکستان سره درې ځلې جګړې کړي، پر اسلام اباد يې تور پورې کړى چې د پولې په اوږدو کې شخړو ته لمن وهي، خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG