کابل چاپ ورځپاڼو نن د یو لړ نورو مهمو موضوعاتو تر څنګ د ترکیې په اسټانبول ښار کې د اسلامي هیوادونو غونډې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان پوځ د تجهیز په اړه لیکنې کړې دي.
خدمتګار:
خدمتګار خپلواکي ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي چې، آیا د اسټانبول غونډه به د مخالفانو جګړه وننګوي؟
ورځپاڼه لیکي چې، په دې کنفرانس د اسلامي همکاریو د سازمان دیني عالمانو له ملګرو ملتونو او د سیمې له هیوادونو وغوښتل چې؛ د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.
ورځپاڼې د مطلب په دوام دا پوښتلي چې؛ ورته فتواګانې به د وسله والو طالبانو او هغو ډلو چې خپلې جګړې ته داسلام نوم ورکوي، نرمښت راولي او که نه؟
ورځپاڼې دغه راز په خپل مطلب کې د یو شمیر شنونکو نظر راخیستی؛ چې وایي، د افغانستان ستونزه دا ډول فتواګاني نشي هوارولای؛ ځکه د دوی په باور ترکیه یو سیکولار هیواد دی او دا به د پنجاب سخت دریځو ته پلمه په لاس ورکړي؛ چې دا فتوا باطله کړي.
د مطلب د لیکونکي په باور، که ورته فتوا د سعودي د مفتي اعظم، جامعه الازهر او د نړۍ د نورو هیوادونو د عالمانو په ګډون ورکړل شي؛ نو بیا یې نه منل او سرغړونه له اسلامي اوامرو څخت سرغړونه ده.
خدمتګار:
د خدمتګار ورځپاڼې د لومړۍ پاڼې بل عنوان دی، "امریکا په افغانستان کې د ۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسایل پریږدي."
ورځپاڼه د امریکا د دفاع وزارت د ویاند له قوله لیکي، چې امریکا دا مهال په افغانستان کې د ۲۸ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځې تجهیزات لري او واشنګټن پلان لري چې، له دی هیواده تر وتلو وروسته د ۶ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي وسایل افغان ځواکونو ته پریږدي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د پوځي تجهیزاتو لېږد د هغوی تر اصلي قیمت لوړه ده او ښایي دا ډول شرایط امریکا مجبوره کړي؛ چې یا خپل تجهیزات په افغانستان کې پریږدي او یا یې هم د افغانستان پرګاونډیانو وپلوري.
ورځپاڼې په دې لړ کې د پاکستان او ازبکستان یادونه کړې؛ چې له امریکا یې د دې تجهیزاتو د پیرلو غوښتنه کړې ده.
ویسا:
ویسا خپلواکي ورځپاڼې هم په خپل یوه مطلب کې د اسټانبول غونډي ته اشاره کړې او د لومړې پاڼې عنوان یې دی، "ځانمرګي بریدونه او تشدد د اسلامي احکامو او شرعي نصو صو خلاف دي."
ورځپاڼه لیکي، چې د دې غونډې په پریکړه لیک کې په افغانستان کې د اسلام په نامه هر ډول تاوتریخوالی ناروا او جرم و کڼل شو.
د دې مطلب په دوام کې په افغانستان کې هغه جوړیدونکي کنفرانس ته هم اشاره شوې چې د پاکستان دیني عالمانو بایکاټ کړ.
ویسا:
د ویسا ورځپاڼې بل مطلب دا دی چې، امریکا غواړي افغان ځواکونه په بې پیلوټه الوتکو سمبال کړي.
ورځپاڼه د امریکایې ځواکونو د مرکزي قومندانۍ د قومندان جنرال جیمز مایټس له قوله لیکي؛ چې وایي، امریکا غواړي، افغانانو ته د سرحدونو د ساتلو لپاره د بې پيلوټه الوتکو ټکنالوژي انتقال کړي.
ورځپاڼه د مطلب په دوام د جنرال ماټیس په حواله زیاتوي چې وایي؛ دا زموږ په لومړیتوبونو کې ده، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته دغه وړتیا افغانانو ته ورکړو. خو دی زیاتوي، چې د دې ټکنالوژی د لیږد د څرنګوالي پریکړه به ولسمشر اوباما و کړي.