د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۵:۱۹

په کابل کې ځان وژونکې حملې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده


په کابل ښارکې نن سهار یو ځل بیا په یوې ځان وژونکې حملې کې تر شلو زیات کسان مړه او ټپیان شول.

د دفاع وزارت وایی چې په دې حملې کې یوازې د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان شوي خو ملکي وګړو ته ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.

په تیرو لسو ورځوکې د ملي اردو پر ځواکونو دا دوهمه ځان وژونکې حمله ده؛ چې په کابل ښار کې کیږي.

نننۍ ځان وژونکې حمله د سهار په نږدې نهو بجو د دفاع وزارت په دروازه کې وشوه؛ له حملې سره سم د ملي اردو سرتیرو هوایي ډزې وکړې او په څو دقیقو کې د مړو او ټپیانو د لیږدولو لپاره امبولانسونه سیمې ته ورسیدل:

عینی شاهدانو په سیمه کې آزادي راډیو ته وویل؛ چې دوی له پیښې وروسته ډیرمړي او ټپیان ولیدل.

یوه عیني شاهد په دې اړه د خپلو سترګو لیدلی حال آزادي راډیو ته داسې بیان کړل:

"په لاره روان وو، چې چاودنه وشوه، دلته مړي او ټپیان پراته وو، وروسته بیا ډزې هم وشوې."

دا ځان وژونکې حمله افغانستان ته د امریکا د دفاع د نوي وزیر "چک هېګل" له راتګ سره سم ترسره کیږي؛ ښاغلی هېګل له ولسمشرکرزي او یوشمېر نورو افغان چارواکو سره پر بیلا بیلو سیاسي؛ امنیتي او داسې نورو مسایلو د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

د دفاع وزارت چارواکي وایي، چې په دې ځان وژونکې حملې کې ګڼ شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د پیښې په ځای کې خبریالانوته وویل؛ چې دا ځان وژونکې حمله د بایسکل په واسطه شوې او قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي:

"یوه ځان وژونکي ځان الوزولی، چې له بده مره ډېر ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده؛ د ملي اردو ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې."

خو وروسته د دفاع وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل؛ چې په دې ځان وژونکې حمله کې نهه تنه ملکي وګړي وژل شوي او د ملي اردو د دوه سرتیرو په ګډون څوارلس نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم آزادي راډیو ته د مړو او ټپیانو همدا شمیره تایید کړه.

خو د کابل د امنیې قومندانۍ مسوولان په دې پیښې کې د مرګ ژوبلې شمیره بل ډول څرګندوي.

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال داوود امین آزادي راډیو ته وویل:

"کومه انتحاري حمله چې د دفاع وزارت دروازې مخې ته وشوه؛ په دې کې لس تنه زخمیان او ۹ تنه شهیدان دي، اکثره خلک یې ملیکان دي او په دوی کې درې تنه د دفاع وزارت پرسونل شامل دي."

د دې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې؛ چې په دې پیښې کې د ملي اردو څوارلس افسران او سرتیري وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.

خو د دفاع وزارت چارواکي دا ادعا ردوي.

شاو خوا لس ورځې وړاندې هم په کابل ښارکې د ملي اردو د افسرانو او سرتیرو پر یوه بس موټر ځان وژونکې حمله وشوه؛ چې د دفاع وزارت د چارواکو په خبره کابو لس تنه د ملي اردو سرتیري او ملکي وګړي په کې ټپیان شول.

پخواني معلومات:

نن سهار په کابل ښار کې د دفاع وزارت مخې ته ځان وژونکی برید وشو.

برید سهار شاوخوا ۹ بجې د دفاع وزارت د دروازې مخې ته شوی، چې لسګونو کسانو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې رییس جنرال ظاهر ازادۍ راډيو ته وویل؛ دا یو ځان وژونکی برید و، چې د دفاع وزرات د "پذیرش دروازې" مخې وشو؛ د ده په وینا په پېښه کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان دي، چې ډېري قربانیان ملکي کسان دي.

جنرال ظاهر دا هم وویل، چې په دې پېښه کې یوه افغانه مېرمن هم وژل شوې ده.

وسله والو طالبانو د پېښې مسوولیت منلی دی او ادعا یې کړې، چې په برید کې یې د ملي اردو ۱۵ تنه سرتیري وژلي دي.
XS
SM
MD
LG