د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۱۱

ملالۍ بهادري ته د زړورتيا نړيواله جايزه ورکول کېږي


يوشمېر افغان ښځينه پوليسانې
ټاکل شوې يوې افغانې پوليس مېرمنې ته د هغې د زړورتيا او کارونو له کبله د امريکا له خوا جايزه ورکړل شي.

د زړورو ښځو نړيواله جايزه د افغانې مېرمنې ملالۍ بهادري او نهو نورو ښځو ته چې د بېلابېلو هېوادونو دي، ورکول کېږي.

د افغان امنيتي ځواکونو افسره، لومړۍ څارمنه ملالۍ بهادري لا دوه کلنه وه چې له ميدان وردګ ولايت څخه کابل ته کډه شول، که څه هم د پخواني شوروي اتحاد د يرغل او وروسته يې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کاوه، خپلې زده کړې يې تر دوولسم ټولګي پورې ورسولې.

کله چې نړيوالو ځواکونو پر افغانستان بريد وکړ، مېرمن بهادري د خپل مېړه په همکارۍ پرېکړه وکړه، چې د ټليفوني اړيکو د اوپرېټرې په توګه خپله دنده پرېږدي او په افغان ځواکونو کې د قانون د نافذولو په برخه کې کار وکړي.

ملالۍ چې د درېيو ماشومانو مور ده د خپلې وظيفې له کبله د خپل يوه اکا له خوا ورته د مرګ ګواښونه شوي، هغه چې د دې له وظيفې خبر شو، په فزيکي لحاظ يې له ملالۍ سره زورزياتى وکړ، پزه يې ورماته کړه، خو ملالې بيا هم دا خطرونه پر ځان ومنل.

لومړۍ څارمنه ملالې بهادري که څه هم د خپلې کورنۍ او همکارانو له انتقادونو سره مخ وه، خو دې مسئلې د دې روحيه کمزورې نه کړه، له خپل کار سره يې تعهد نور هم ټينګ شو. هغه وتوانېده چې په ملي پوليسو کې د مخدره موادو ضد قطعې يوه روزونکې يا لارښوده شي.

ملالۍ بهادري د مخدره موادو ضد پوليسو مسلکي پرمختګ ته ژمن ده، هغې د مخدره موادو د قاچاق وړونکو د شبکو په نښه کولو، له افغان قوانينو سره سم د قاچاقبرو په وړاندې د اسنادو په راټولولو او د دوى په نيولو کې مهم رول لوبولى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مېرمنو لپاره د زړورتيا جايزه په نړۍ کې هر کال هغو ښځو ته ورکول کېږي، چې له ځانه يې ډېره زړروتيا او د ښځو د حقونو د ملاتړ او پرمختګ لپاره يې د مشرتابه رول لوبولى وي.
XS
SM
MD
LG