د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

هلمندۍ مېرمنې له خطرونو سره- سره د پوليسو په ليکو کې شاملېږي


په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونه له افغانستانه وتلو ته تياري نيسي، هلمندۍ میرمنې د امن ټينګولو او بشري حقونو د ښه کیدو لپاره د پولیسو په لیکو کې شاملېږي.

دوى وايي سل خطرونه يې پر ځانونو منلي او د ټروريزم په وړاندې د مبارزې په چارو کې له دولت سره مرسته کوي.

يوه بريتانوى چې په هلمندکي ښځينه پولیسو ته روزنه ورکوي د هغوی زړورتيا ستايي.

سره له دې چې د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله، په هلمند کې د ښځينه پولیسو په وړاندې ډيرې ستونزې پرتې دي ، خو دلته ښځينه پولیسې د نورو ښځو د امنیت لپاره خپل ځانونه په خطر کې اچولی، په جنايي او امنیتي څانګو کي فعالیت کوي.

فرح هیواد په هلمند ولایت کې د یوشمیر ښځينه پولیس افسرانو سره د مرکو پر اساس مفصل راپور جوړ کړی تاسې یې اوریدو ته رابولو.


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:43 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG