د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د اسامه بن لادن نيول شوى زوم محاکمه کېږي


سليمان ابو غيث
سليمان ابو غيث
د اسامه بن لادن نيول شوى زوم ښايي پر امريکايانو د بريدونو د طرحې په تور د جمعې په ورځ يوې محکمې ته راوستل شي. د امريکا د عدليې وزارت د تورونو د ليست له مخې سليمان ابو غيث چې ٤٧ کلن دى، په اصل کې د کويټ اوسېدونکى او د القاعده شبکې تبليغ کوونکى او متحد ګڼل شوى دى. ده اعتراف کړى چې امريکايي اتباع يې وژلي دي.

د ترکيې چاپ حريت ورځپاڼې مخکې راپور ورکړى و، چې ابوغيث تېره مياشت د امريکايي چارواکو له خوا د انقرې په يوه لوکس هوټل کې ونيول شو، مخکې تر دې چې امريکا ته انتقال شي، اردن ته ولېږل شو. دا چې د اسامه بن لادن زوم څنګه په امريکا کې يوه زندان ته انتقال شو، د امريکا د تحقيقاتو د فډرالي ادارې (FBI) او د مرکزي استخباراتو د ادارې يا CIA چارواکو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د امريکا لوى څارنوال ايريک هولډر د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، د ابو غيث نيولو ثابته کړه چې امريکا د هغو کسانو له تعقيب څخه لاس نه اخلي چې پر نيويارک او واشنګټن يې د سپټمبر د يوولسمې بريدونه کړي او شا و خوا ٣٠٠٠ کسان يې وژلي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، د جمهوريت غوښتونکي ګوند ځينو سناتورانو د ګوانتنامو زندان ته د ابو غيث د نه لېږلو له کبله د اوباما پر ادارې انتقادونه کړي.

په دوى کې يو هم سناتور ليندسي ګراهام دى:

”کله چې موږ بن لادن او د القاعده مهمو مشرانو ته داسې ورنژدې کسان پيدا کوو، زما په نظر وروستى کار چې په دې نړۍ کې غواړو وکړو دا به وي چې دى په يوه ملکي محکمه کې محاکمه شي. دا سړى بايد د ګوانتنامو په زندان کې وي“

اژانس د امريکا د استازو د جرګې د استخباراتي کمېټې د مشر مايک راجرس خبرې هم رااخيستې چې ويلي يې دي، کله چې د القاعده شبکې مشران د جګړې په ډګر کې نيول کېږي، د محاکمې لپاره دې امريکا ته نه راوستل کېږي.

ده ويلي، د جګړې له دښمنانو سره مو چلند بايد له دښمن سره د چلند غوندې وي. د امريکا محاکم د دوى لپاره مناسب نه دي.

ځينو چارواکو چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، د ابوغيث په نيولو کې FBI ادارې مخکښ رول درلود.

اژانس ليکي، ابوغيث په ٢٠٠٢م کال کې له افغانستانه ايران ته قاچاق شو، خو لا نه ده معلومه چې دى په ايران کې تر څارنې لاندې و که څنګه؟ ويل کېږي ابو غيث د القاعده شبکې يو مهم غړى و، چې د سپټمبر د يوولسمې په بريدو کې يې هم لاس درلود.
XS
SM
MD
LG