د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۷

د چاوېز مړى به د ”لنين“ غوندې په عام محضر کې پروت وي


چاوېز چې وخت ناوخت يې د امريکا پر سياست انتقادونه کول، د روسيې، ايران او بيلروس په ګډون له ځينو هېوادونو سره يې د همکارۍ هڅه کوله.
چاوېز چې وخت ناوخت يې د امريکا پر سياست انتقادونه کول، د روسيې، ايران او بيلروس په ګډون له ځينو هېوادونو سره يې د همکارۍ هڅه کوله.
د وينزويلا موقت مشر وايي د پخواني ولسمشر هوګو چاوېز مړى به د لنين غوندې د نندارې لپاره په يوه شيشه يي تابوت کې کښېښوول شي.

د وينزويلا سرپرست مشر نيکولاس مادورو وويل چې د چاوېز مړى به د ولسمشرۍ ماڼې ته نژدې په يوه پوځي اکاډمۍ کې د اوو نورو ورځو لپاره په عام محضر کې پروت وي.

په عام محضر کې د پخواني ولسمشر هوګو چاوېز د مړي د ايښوولو اعلان د جمعې په ورځ د چاوېز د جنازې تر رسمي مراسمو مخکې وشو، تمه کېږي په دې مراسمو کې د ايران او بيلروس د ولسمشرانو په ګډون د نړۍ په لسګونو نور مشران برخه واخلي.

سوسياليست چاوېز د ١٤ کلونو لپاره د وينزويلا ولسمشر و، دى د سې شنبې په ورځ په ٥٨ کلنۍ کې د سرطان ناروغۍ له کبله تر څو ځلي عملياتو وروسته مړ شو.
د وينزويلا موقت مشر نيکولاس مادورو وويل په پام کې ده د چاوېز مړى موميايي او د ”تل لپاره“نندارې ته پروت وي:

”غواړم خلکو او نړیوالو ته ووايم، پریکړه وشوه چې د قومندان چاویز مړی به مومیايي شي څو د تل لپاره د عامو خلکو د نندارې لپاره په موزیم کې وساتل شي، لکه د هوچي مین، لینین او ماوزیدونګ په څیر . د اعلى قومندان جسد به په ځانګړې توګه د هندارو تابوت کې د انقلاب په موزیم کې وساتل شي، څو زموږ خلک نوموړی تل هلته له ځان سره ولري”

د نړۍ په هغو مشرانو کې چې مړي يې دتل لپاره د دوى په هېوادونو کې د خلکو نندارې ته ايښوول شوي، د پخواني شوروي اتحاد بنسټګر ولاديمير لنين، د ويتنام انقلابي مشر هوچين مين، د چين کمونيست انقلابي مشر ماوزيدونګ، دغه راز د شمالي کوريا کمونيست مشران کيم ايل سونګ او د هغه زوى کيم جونګ ايل.

د وينزويلا د ملي اسمبلۍ مشر ديوس دادو کابيلو وويل، مادورو چې د چاوېز په واکمنۍ کې مرستيال ولسمشر و، د جمعې په ورځ به د موقت ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه او د جمهوري رياست د نويو انتخاباتو اعلان وکړي.

چاوېز چې وخت ناوخت يې د امريکا پر سياست انتقادونه کول، د روسيې، ايران او بيلروس په ګډون له ځينو هېوادونو سره يې د همکارۍ هڅه کوله.

بله خوا د بشري حقونو او د مطبوعاتو د ازادۍ ډلو د حکومت پر سياسي مخالفانو د فشارونو له کبله د چاوېز پر واکمنۍ انتقادونه کول. د سوداګرو ډلو هم پر چاوېز تور پورې کاوه، چې د پانګوالو د وېرولو سبب شوي او د ځينو پانګونو د ملي کولو او قبضه کولو له کبله د اقتصاد د زيانمنېدو سبب شوى دى.
XS
SM
MD
LG