د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

"د سولې په بهیر کې د لاس وهنې اجازه به هیڅ هیواد ته ورنکړو"


افغان حکومت خبرداری ورکوي، چې هیڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې لاسوهنه وکړي او دغه بهیر ته زیان ورسوي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي، چې د جمعې په ورځ یې د عبدالعلي مزاري د وژنې په تلین غونډه کې خبرې کولې، په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو ده وویل، چې ځیني هېوادونه کوښښ کوي، د سولې بهیر ته زیان ورسوي.

ښاغلی خلیلي وايي، دغه هېوادونه غواړي، چې افغان حکومتي نظام په دې سره کمزوری کړي، خو دوی به هیچاته اجازه ورنه کړي:

“هغه هېوادونه چې کوښښ کوي، د سولې په پلمه سره د افغانستان حکومتي نظام کمزوری کړي او په پای کې سوله د افغانانو د ملي یووالي په زیان تمامه کړي، په هیڅ ډول به اجازه ورنه کړو، په هیڅ ډول!

نن افغانستان دا توان لري، چې ددغه ډول حرکتونو په مقابل کي ودریږي او بریالیتوب ته یې پرېنږدي.”


کریم خلیلي هم د نورو حکومتي چاروکو په څېر د 2014 کال په اړه هغه راپورونه رد کړه، چې ګواکې دغه هېواد به له ستونزو سره مخکېږي، د ده په خبره افغان امنیتي ځواکونه اوس د خپل هېواد د ساتلو توان لري او هیڅ ستونزه به پیښه نه شي.

همدارنګه نوموړي د ولسمشرۍ د ښو او رڼو انتخاباتو پر کولو ټینګار وکړ او ویې ویل، حکومت د دغو انتخاباتو کېدو ته ژمن دی.

په دې غونډه کې د حکومت د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دار الانشا رئیس صادق مدبیر هم د سولې بهیر ته اشاره وکړه.

نوموړی وايي، پاکستان غواړي، د افغانستان د سولې بهیر ته زیان ورسوي او د دې هېواد له ځینو کړیو سره پر خپل سره خبرې کوي:

“پاکستان د افغانستان د سولې او حالاتو د ښه کېدو په هدف، د افغانستان له یو شمېر ځانګړو کړیو او کسانو سره خبرې کوي، بېله دې چې د افغانستان له لاري وي، د پاکستان دغه کار د سولې پروګرام زیانمن کېږي.

د افغانستان د سولي یوه باصلاحیته اداره د دې هېواد د سولې عالي شورا ده، لیرې او نژدې هېوادونه باید د افغانستان د سولې پروګرام د افغان حکومت په سلا مخته بوزي، نه داسې لکه اوس.”


د راپورونو له مخي په دې وروستیو کي د افغان حکومت د سیاسي اپوزسیون ډلو یو شمېر کسانو د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له مسئولینو سره لیدلي او پر ځینو مسایلو یې خبري ورسره کړي.

دا لومړی وار نه دی، چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کي په لاسوهنو او د افغانستان د سولي له بهیر سره په نه همکارۍ تورنیږي، بلکي دې هیواد تر دې مخکي هم په وار ورا کوښښ کړی، چې د افغانستان د سولي بهیر په خپل واک کي واخلي او خپلو ګټو ته کار وکړي.

خو افغان حکومت په وار وار ټینګار کړی، چې د افغانستان د سولي خبري باید یوازي د سولي د عالي شورا له خوا وسي، نه د کومي بلي ادارې او هیواد له خوا.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG