د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

یوه امریکايي عسکرې له افغانستانه یو میلیون ډالره ایستي


یوه امریکایي عسکره، چې له افغانستانه یې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ایستلو کې، له یو بل کس سره مرسته کړې وه، په پنځه کالو حبس محکومه شوه.

دیرش کلنه تونیا لانګ به له افغانستانه د ډیرو نغدو پیسو، د قاچاق او له یو بل کس سره د نغدو پیسو د قاچاق لپاره د مرستې په جرم پنځه کاله په زندان کې تیروي او درې نور کلونه به تر څارنې لاندې وي.

د محکمې قاضي ټیرنس بویل حکم وکړ، چې ټونیا لانګ باید یو میلیون ډالره ادا کړي، خو ټونیا لانګ وویل، چې هغې له وړاندې 500 زره ډالره پر خپل ځان او د کورنۍ پر غړیو مصرف کړي دي.

لانګ د مخ پلاسټيک جراحي عملیات کړی دی، څه پيسې یې پر سفرونو او رخصتیو لګولي دي دغه راز یې یوه لویه لارۍ رانیوله ده.

د محکمې د اسنادو پر اساس، تونیا لانګ د 2008 میلادي کال له پيله د 2009 میلادي کال تر اپریل میاشتې پورې، په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو له 189 محارب کنډک سره د ګمرک د مفتیشي په توګه کار کاو.

د هغې وظیفه د امریکايي عسکرو د هغو خصوصي شیانو کنټړول و، چې بیرته، په کانټينرونو کې امریکا ته لیږل کیدل.

د ټونیا لانګ سره په دې دسیسه کې چې مقامات ورته د " د ادایني د دوه ګوني صورت حساب طرح " وايي، یو بل کس شامل و، چې نوم یې نه دی ذکر شوی.

په اصل کې همدا کس، دا پیسې لاس ته رواړې وې او د تونیا لانګ په مرسته یې له افغانستانه و ایستلې.

دې دواړو ملګرو د" وي سي ار یا ویډیو " د ماشین منځ خالي کاوه او نغدې پیسې یې په کې پټولې.

ټونیا لانګ، وړاندې له دې چې د" وي سي آر" ماشینونه د امریکا "نارټ کارولینا" ایالت کې د هوايي ځواکونو لاس ته ورسیږي د هغو کنټرول یې تائید کړ.

وروسته یې په امریکا کې همدا بکسونه خپل کورته یو وړل. له تونیا لانګ سره په کور کې همدا کس یو ځای اوسیده چې، د پیسو د قاچاق په دسیسه کې یې اصلي لاس درلود.

دې دواړو کسانو، ټونیا لانګ او د هغې ملګری امریکا ته د ستنیدو پر وخت د دې هیواد دقانون پر خلاف خپلي پیسې ښکاره نه کړې.

امریکایي څارنوال توماس واکر وویل" ټونیا لانګ له خپل ټيم سره خیانت کړی دی.

څارنوال زیاته کړه، " د تونیا، دغه عمل د هغې هم مسلکه عسکر و او زموږ، د ملت عتبار تر پوښتنې لاندې راوست." یا ضعیفه کړ.
XS
SM
MD
LG