ډیوه هغه نجلی ده، چې شاوخوا درې میاشتې مخکې یې په ننګرهار کې له خپل کوژدن نه طلاق واخیسته، خو په خبره یې چې د دې ولایت محکمه یې طلاق پاڼه نه ورکوي.
ډیوه نیازۍ وایي، محکمه د دې له مخکیني کوژدن سره اړیکې لري او د هغه په ګټه کار کوي نو ځکه د دې طلاق پاڼه نه ورکوي.
ډیوه وایي، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې یې له خپل کوژدن نه د دې لپاره د طلاق غوښتنه وکړه چې کوژدن یې ژوند ښه نه وو، خو په خبره یې کله یې چې پدې برخه کې له محکمې مرسته وغوښته نو قاضي ورنه د واده او رشوت غوښتنه وکړه.
وروسته له هغې چې ډیوه محکمې ته د طلاق اخیستلو لپاره لاړه نو محکمې د رسنیو په مخکې د هغې د طلاق اعلان وکړ، خو طلاق پاڼه یې ورنه کړه.
د ډیوې په هکله ولسمشر کرزي هم حکم وکړ، چې د هغې قضیې ته دې په جدي توګه لاس رسۍ وشي.
خو اوس ډیوه وایي، چې محکمې د ولسمشر دغه حکم ته هم پاملرنه نه ده کړې.
له ډیوۍ نیازۍ سره جمیلې ظریف په کابل کې مرکه کړې او په سر کې یې ورنه د هغې د قضیې په هکله پوښتلي، چې کار یې چیرته رسیدلی دی؟