د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۰۷

"ځینۍ کړۍ هڅه کوي چې راتلونکې انتخابات په ټاکلي وخت ترسره نشی"


سره له دې چې افغان حکومت تل ټینګار کوي، چې د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات به په خپل وخت او شفاف ډول ترسره شي خو یو شمېر سیاسي ګوندونه او د حکومت اپوزیسیون لاهم له دې امله اندیښنه لري.

د افغانستان د ملی ایتلاف د رهبري شورا غړی او په ولسې جرګې کې د خلکو استازی محمد یونس قانوني وایی چې د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت لپاره لاتراوسه د حکومت لخوا لازم اقدامات نه دي شوي.

ښاغلي قانوني د پنجشنبې په ورځ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وویل چې ځینې حکومتي کړۍ په دې هڅه کې دي چې د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات په خپل وخت ترسره نشي:
"موږ د اساسي قانون له مخې په ټاکلي نیټه د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتونکي یو.

خو لا تراوسه مونږ د داسې یوه اقدام شاهدان نه یو چې د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره مونږ ته ډاډ راکړي.

برعکس داسې حرکات لیدل کیږي چې د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه د خلکو اندیښنې لا ډیروي".

ښاغلي قانوني څرګنده کړه، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په چارو کې لاس وهنې، د رایو د نویو کارتونو نه ویشل او داسې نور دا یقیني کوي چې په افغانستان کې د راتلونکو عادلانه او شفافو انتخاباتو لپاره جدي اراده نه ده موجوده.

هغه خبرداری ورکړ، که چیرې د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات په خپل وخت او شفاف ډول ترسره نشي نو په افغانستان کې به جدي ستونزې او بحران رامنځ ته کړي.

خو ولسمشر کرزي د چهارشنبې په ورځ وویل ، ډیر کوښښ به وکړي چې راتلونکې انتخابات شفاف او آزاد ترسره شي.

هغه څرګنده کړه، چې د شفافو،آزادو او عادلانه انتخاباتو ترسره کیدل ده ته هم ډیر اهمیت لري:

"ایا ماته به دا ښه وي چې په افغانستان کې ښه،سم او با عزته انتخابات ترسره شي او په ښه مشروعیت بل ولسمشر راشي او که ناسم او بد انتخابات چې زه په کور ناست او خلک ووایی دا ټول د کرزي له لاسه.

د یوه انسان په توګه به زه کوم ډول انتخابات غواړم ځواب دا دی چې ښه انتخابات ترڅو ښه نوم ولرم او تاریخ مې ښه یاد کړي.

نو زه ډیره هڅه کوم چې په افغانستان کې راتلونکې انتخابات په آزاد او خپلواک ډول ترسره شي".

ټاکل شوی ده، چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو راتلونکې انتخابات د ۱۳۹۳ لمریز کال په حمل میاشت کې ترسره شي.

یو شمېر څیړونکي او سیاسي کړۍ د دې ترڅنګ چې د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه اندیښمن دي نا امنۍ هم په دې برخه کې یوه بله لویه ستونزه بولي خو چارواکو ډاډ څرګند کړی چې امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د راتلونکو انتخاباتو امنیت ټینګ کړي.
XS
SM
MD
LG