د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

"پاکستان دې سوله غوښتونکي افغان طالبان نه وژني"


د سولې د عالي شورا غړی حاجي دین محمد وايي، پاکستان هغه افغان طالبان چې سوله غواړي باید ونه وژني.
د سولې د عالي شورا غړی حاجي دین محمد وايي، پاکستان هغه افغان طالبان چې سوله غواړي باید ونه وژني.
د افغانستان د سولې د عالي شورا ځینې غړي وايي، په پاکستان کې د هغو طالبانو وژنه چې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته لېوال وو، د سولې بهیر ته زیان رسولای شي.

افغان چارواکي وايي د پاکستان د استخباراتو ادارې په دې وروستیو کې د طالبانو هغه اوه قوماندانان وژلي چې له افغان حکومت سره د سولې غوښتونکي وو.

د سولې د عالي شورا غړی حاجي دین محمد وايي، پاکستان هغه افغان طالبان چې سوله غواړي باید ونه وژني.

حاجي دین محمد چې له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې خبرې کولې وویل، که د طالبانو د هغو مشرانو چې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته لېوال وو، د وژل کېدو خبر رښتیا وي نو دا به په هېواد کې د سولې پر روان بهیر ناوړه اغېزې وکړي.

"دا له هغو ژمنو څخه چې د پاکستان اسلامي جمهوریت د سولې له عالي شورا سره په بېلابېلو غونډو کې کړې دي سرغړونه ده. نو په همدې دلیل د دې اغېزې به ښې نه وي، منفي به وي."

یوه افغان مقام په دې وروستیو کې په پاکستان کې د طالبانو د اوو قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دې مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دا هغه طالبان وو چې له افغان دولت سره یې سوله غوښته او ځکه خو د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا ووژل شول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال رحمت الله نبیل چې د څه وخت لپاره یې د ملي امنیت د عمومي رییس دنده لرله هم وايي، پاکستان هغه طالب مشران چې له افغان دولت سره سوله غواړي یا نیسي او یایې وژني.

ښاغلي نبیل وویل چې په افغانستان کې د پاکستان ټولې توطئې باید شنډې شي او زیاته یې کړه، هغو چې په افغانستان کې تشدد ته لمن وهي، باید د نړیوالو په تور لېست کې شامل شي.

په وروستیو څو ورځو کې ځینو رسنیو د پاکستان د عالمانو د شورا د مشر مولاناطاهراشرفي له قوله راپور ورکړ چې ګنې نوموړي په افغانستان کې ځان وژونکې حملې روا بللې دي.

که څه هم اشرفي د ده په حواله وینا رد کړې خو د ده له قوله په رسنیو کې خپرو شویو څرګندونو افغانان سخت په غوسه کړل.
XS
SM
MD
LG