د ملي شورا ځینې غړي پر حکومت انتقاد کوي، چې په ایران کې یې د افغان زندانیانو مساله په جدیت سره نه ده تعقیب کړې.
د دې شورا د دواړو جرګو ځینو غړو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دوی به ډیر ژر اړوند چارواکي په دې مساله کې د وضاحت لپاره خپلو غونډو ته ور وغواړي.
وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې یو شمېر افغانان په ایران کې اعدام شول د ملي شورا ځیني غړي وایي، چې افغان حکومت په بهر کې د خپلو اتباعو له حقوقو څخه د دفاع په برخه کې پاته راغلي.
دوی وایي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کمزوری مدیریت او سیاست د دې لامل شوی چې په ایران کې په اعدام د محکوم شوو افغانانو د مسالې په اړه نوموړي هېواد ته د قضایه قوې د یوه پلاوي د تګ موضوع وځنډیږي.
د مشرانو جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون مشر عارف الله پښتون د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې په ایران کې د افغانانو اعدامیدو ډیر اندیښمن کړي، او ډیرژر به ددې مسالې په هکله له اړوندو چارواکو وضاحت وغواړي:
"دا ډیره مهمه موضوع ده او انشاالله چې دا به زمونږ اولنۍ موضوع وي چې بحث به پرې وکړو، مونږ به دا ډیره جدي نیسو او د بهرنیو چارو وزیرزلمی رسول به خپل کمیسیون ته احضار کړو."
ملي شورا په داسې حال کې په ایران کې د افغان زندانیانو د اعدام په اړه اندیښنه ښيي چې په دې وروستیو تخار او فراه ولایتونو ته په ایران کې د شااوخوا پنځلس تنو اعدام شويو افغانانو مړي راوړل شول.
د تخار د کلفګان ولسوالۍ اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې په ایران کې د نږدې اتیا تنو اعدام شوو افغانانو جسدونه د دې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې خاورو ته سپارلي دي.
له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې له ایران څخه یې تریوې دایمي حل لارې پورې په اعدام د محکوم شوو افغانانو د اعدام د ځنډیدو غوښتنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت تیره یکشنبه وویل چې ډیر ژر به دقضایه قوې یو لوړ پوړی پلاوی هم ددې مسالې د حل لپاره ایران ته سفر وکړي.
خو ددې وزارت چارواکو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه دغه پلاوی ایران ته نه دی تللی.
د ولسي جرګې لومړی منشي عبدالستار خواصي هم په ایران کې د افغان زندانیانو اعدامیدل له نړیوالو بشري حقونو سره په ټکر کې بولي:
"هغه حکم چې د ایران قضا افغان زندانیانو ته ټاکلی غیرعادلانه او له بشري حقونو سره په ټکر کې دی.
متاسفانه چې افغان حکومت ددې مسلې د مخنیوي لپاره جدي ګامونه نه دي پورته کړي، اومونږ هیله من یو چې خپله ولسمشر جدي اقدام وکړي.
دا د بهرنیو چارو وزارت د کمزوي مدیرت له امله هم دی، انشاالله زه به دغه موضوع په پارلمان کې یاده کړم."
له دې وړاندې د مدني ټولنو ځینو غړو او د بشر د حقوقو مدافعانو هم په ایران کې د افغان زندانیانو د اعدام په اړه ژورې اندیښنې ښودلې وې.
د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ایران کارپوه فراز صانعي ازادي راډیو ته ویلي چې دغه سازمان ددې غوښتونکی دی چې په ایران کې د افغانانو قاتلینو ته سزا ورکړل شي.
اسدالله لودین