د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

عملیان انسانان نه دي!؟

انسان چې ځوان وي، وينه یې توده وي، د وجود پوستکی یې تازه وي، حوصله او د زړه زور یې ډیر وي، خو څو څو چې یې عمر ډیریږي، وینه یې سړيږي، پوستکی یې سپیره کیږي، حوصله یې کمیږي او د زړه زور یې ویلي کیږي. د کابل سيند اوس د یوه عمرخوړلي انسان په څېر خپل زور له لاسه ورکړی، په رګونو کې یې اوبه و، چې شوي دي، خو په خپل ځان کې یې د خځلو او اسمان څکالو تر څنګ عملیانو (په پوډرو روږدو کسانو) ته هم لکه د مرغیو ځالې ځای ورکړی. خو کله کله دا وچ سيند لکه زموږ ځينې سخت زړي انسانان په چا زړه نه سوځوي.

XS
SM
MD
LG