د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۱۴

"په افغانستان کې د پیسو د بې ځایه لګولو د مخنیوي ډاډ نشته"


د عمومي سرپلټونکې سټورټ بووین
د امریکایي سرپلټونکې په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې د حکومت کلک څار نه کول به د متحده ایالاتو د ملي امنیت ستراتیژې کمزوري کړي.

دا راپور د عراق د بیا رغاونې لپاره د عمومي سرپلټونکې سټورټ بووین (Stuart Bowen) له خوا برابر شوی او په تيرو لسو کلونو کې د پیسو بې ځایه لګښت، اداري فساد او له قراردادونو څخه ناوړه ګټې اخیستنې په کې یادې شوي دي.

راپور یادونه کوي، چې واشنګټن دغو ستونزو ته زیات پام نه دی کړی، د جګړو په سیمو کې یي د خصوصي سکټور په قراردادیانو کلک څار نه دی کړی او په خپل کار کې یي کوم بدلون هم نه دی راوستی.

وال سټریټ ژورنال لیکي: د عراق جګړه په ۲۰۱۱ کال کې ختمه شوه او د افغانستان جګړه هم مخ په ختمیدو ده.

مدافعان او فعالان د بدلونونو او د پییسو په لګښتونو کې د درغلیو د مخنیوي هلې ځلې کوي او وایي، د پیسو په لګښت سره باید له ستونزمنو هېوادو سره مرسته وشي، چې په باثباته هېوادونو بدل شي.

د راپور برابروونکې بوین زیاتوي، که چېري حکومت د پراختیایي پروګرامونو د همغږۍ لپاره یوه نوي اداره جوړه نه کړې، امکان لري چې د ښه کېدو یا بهبود لپاره بدلونونه هم رامنځ ته نشي.

امریکایي سرپلټونکې سټورټ بووین په یوې مرکې کې ویلي:

(هیڅوک نه غواړي چې یو ځل بیا د لسو کلونو لپاره د ثبات او بیا رغاونې عملیات وکړي.

د ستونزو د له منځه وړلو په مقصد باید د موسسو ظرفیت لوړ شي تر څو یوه واحده قومانده جوړه او هلې ځلې سره همغږې شي. )


د بوین د دغه وړاندېز پر وړاندي د امریکا حکومت مقاومت کوي او وایي، د څارنې د نوې ادارې جوړول به نوې بیروکراسۍ ته لار هواره کړي.

ښاغلي بوین په خپل راپور کې له یو زیات شمېر امریکایي او عراقي چارواکو سره مرکې کړې او وایي:

متحده ایلاتو په عراق کې شپیته میلیارده ډالر لګولې، خو له توقع سره سمې نتیجې یي نه دي ورکړي. دی وایي، د دې پیسو شاوخوا ته میلیارده ډالر یي بي ځایه لګول شوي، تقلب یا اختلاس پکې شوی او ناوړه ګټه ورڅخه اخیستل شوي ده.

د امریکایي سرپلټونکې په راپور کې په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو په عملیاتو هم سخت انتقادونه شوي دي.

په ۲۰۱۱ م کال کې د جګړې د وخت د قراردادونو یوه خاص کمیسیون په خپل راپور کې ویلي و چې متحده ایالاتو په افغانستان او عراق کې ۳۴ میلیارده ډالره بي ځایه لګولې او ضایع کړي دي.
XS
SM
MD
LG