د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۱۵

د نوي کابل بانک د اخیستونکې شرکت غوښتنه د معیار د ټیټوالي له امله رد شوه


د مالیې وزارت د چارواکو په خبره، د نوي کابل بانک د اخیستونکې شرکت په وړاندیز کې د بانک د پراختیا لپاره د یوې ښې سټراتیژۍ او ادارې د نه لرلو ترڅنګ نورې ستونزې هم موجودي وې.

د دې وزارت د خزاینو رئیس محمد اقا کوهستاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د (MTZ) شخصي افغاني شرکت وړاندیز د نوي کابل بانک د رانیولو لپاره په همدغو دلایلو رد شو.

خو ښاغلی کوهستانی وايي، د نوي کابل بانک د شخصي کولو لپاره یې درې نورې طرحې تیاري کړي، چې راتلوونکې اونۍ به یې افغان ولسمشر ته وړاندې کړي:

“زموږ طرح دا ده، چې راتلوونکې اونۍ یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندي کوو، په دې طرحه کې لومړی دا چې بیا یې اعلان ته وړاندي کړو.

دوهمه طرح دا ده، چې اوس ځینو نورو کمپنیو لېوالتیا ښوولې او له هغوی سره خبرې وکړو او درېیمه طرحه مو د بانک له منځه وړل دي، پر طرحو ډیر غور شوی او د خلکو په ګټه به کار وکړو نه دا چې له بانکه زړه توري سوي یو او خرڅ یې کړو.”

د نوي کابل بانک د شخصي کولو په اړه د افغان حکومت تر پرېکړي وروسته پنځو کورنیو او بهرنیو شرکتونو ددې بانک د پیریدلو لپاره چمتووالی ښوولی وو، خو د (MTZ) کورنی شرکت د تیري لمریزي میاشتي په وروستیو کې د نوي کابل بانک اخیستلو ته حاضر شو.

کابل بانک دوه کاله مخکې له دې امله له سقوط سره مخامخ شو، چې شریکانو یې په غیري قانوني ډول پیسې و ایستلې.

د افغانستان بانک رئیس نورالله دلاوري بیا وايي، چې له کابل بانکه د ایستل شوو پیسو د راټولولو لپاره جدي کار روان دی:

“څه چې د افغانستان بانک او په تصفیې اړه لري، د پیسو ترلاسه کول دي، چې یوه اندازه راټولي شوي، د تصفیې له لارې 175 میلیونه اخیستل شوي، په افغانستان او دوبۍ کې د کورونو او ځایونو د خرڅولو له لاري او حساب کتاب دوام لري.”

تر اوسه معلومه نه ده، چې د نوي کابل بانک د شخصي کولو لپاره به کومه طرح غوره وبلل شي.

د نوي کابل بانک د خرڅولو لپاره دا کوښښونه داسي وخت کېږي، چې ددې بانک پخوانی رئیس او مرستیال یې د سې شنبې په ورځ ددې بانک د ځانګړي محکمې له خوا په پنځه پنځه کاله بند محکوم شول.
دې محکمې په دې مسالې کې 19 نورو کسانو ته هم سزا واوروله، چې د افغانستان بانک پخوانی رئیس عبدالقدیر فطرت او مرستیال یې محب الله ساپی هم په دغو کسانو کې شامل دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG