د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۲

"ځیني هېوادونه نه غواړي چې د سولې بهیر بریالی شي"


افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، چې په افغانستان کې نامني او جګړې ته لمن وهل په سیمه او پاکستان کې د ناامنۍ سبب کیږي.

که څه هم ولسمشر کرزي د کوم ځانګړي هېواد نوم وا نه خیست، خو ویې ویل ځینې هېوادونه د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د سولې د بهیر د ناکامۍ لپاره کیږي.

ولسمشر کرزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ملي شورا د شپاړلسمې دورې د درېیم تقنیني کال د پرانیستلو په غونډه کې وویل، چې پاکستان کولای شي د سولې په ټنیګښت کې ښه او ګټور رول ولوبوي:

"د افغانانو هیله دا ده چې د پاکستان حکومت د دواړو هېوادونو دسولې په ټینګښت کې جدي همکاري وکړي.

په افغانستان کې وینه تویول او جګړې ته لمن وهل له شک پرته چې د پاکستان او سیمې په زیان دی.

هغه فضا چې په پاکستان کې د ترویزم له پناه ځآیونو، روزنې او ملاتړ څخه جوړه شوې، دې ته یې زمینه برابره کړې چې له دې هیواد څخه ترویزم د سیمې هیوادونو ته لاره پیدا کړي."


ولسمشر وایي، سره له دې چې افغانستان په تیره لسیزه کې په بیلابیلو برخو کې ښه پرمختګ وکړ، خو د سولې د ټینګښت په برخه کې تراوسه بریالی شوی نه دی.

نوموړي د سولې د راوستو لپاره متفرقو او فردي هڅو ته په اشارې ټینګار وکړ چې دغه هڅې باید یوازې د سولې عالي شورا له خوا پرمخ ولاړې شي.

ولسمشر کرزي د خپلو خبرو په یوه برخه کې یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د پردیو په لمسون پيل شوې جګړه بس کړي او له ویرې پرته د سولې لاره غوره کړي:

"دلته یوځل بیا نن طالبانو ته خطاب کوم ، افغاني طالبانو ته چې مسلمانان او زمونږ د وطن دي چې وروڼو، خصوصآ په دې تیرو هفتو کې به پوه شوي یاست چې ټوپک د افغانستان د خلکو په خلاف د پردو له خوا را اخیستل شوی، زمونږ پر اوږه یې ایښی دی او پردې باید پوه شی طالبانو وروڼو چې د پردو د اهدافو لپاره استعمالیږئ، د خپلې خاورې د خپل کور د ورانیدو لپاره استعمالیږئ نووخت یې راسیدلی چې جرت وکړی او راشی خپلې خاورې ته."

نوموړي وویل، یوشمیر طالبانو په ځینو غونډو کې ورته ویلي چې له سولې سره د یوځآی کیدو په برخه کې ویره او ستونزې لري.

که څه هم ولسمشر څرګنده نه کړه چې د طالبانو ویره له چا څخه ده، خو په دې وروستیو کې افغان چارواکو وویل، په پاکستان کې څو تنه هغه طالبان وژل شوي یا نیول شوي چې سولې ته یې زړه ښه کړی وو.

افغان حکومت له دې وړاندې هم په وار وار له وسله والو طالبانو څخه د سولې غوښتنه کړې او دې هدف ته درسیدو لپاره یې په قطر کې د مذاکراتو د دفتر له پرانستلو سره هم موافقه وکړه، خو طالبانو تراوسه له افغان حکومت سره خبرو ته تیاری نه دی ښودلی.

راپور :اسدالله لودین-کابل
XS
SM
MD
LG