د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو ترمنځ له ډیرو بحثونو او ناندریو وروسته باالآخره ولسمشرکرزي اعلان وکړ، چې تر درېيو ورځو پورې به د بګرام زندان ټول مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
جمهور رییس کرزي د چهارشنبې په ورځ د ملي شورا د شپاړلسمې دورې د درېیم تقنیني کال د پرانیستلو په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان پر ملي حاکمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغان حکومت ته د بګرام زندان سپارل هم د دې هېواد له ملي حاکمیت سره تړلې مساله ده.
هغه څرګنده کړه، چې بې ګناه بندیان به د بګرام له زندانه ډیر ژر خوشې او مجرمینو ته به هرو مرو سزا ورکول کیږي:
"موږ په دې پوه یو، چې په دې زندانونو کې بې ګناه خلک هم پراته دي، که هر څومره انتقادونه هم راباندې وشي زه د دې بې ګناه کسانو د ازادۍ حکم ورکوم چې باید ژر خپلو کورونو ته ولاړ شي.
خو هغه کسان چې د افغانستان د خلکو په وژلو او په دې هېواد کې یې په چاودنو کې لاس لري او خلک یې وژلي دي هغوي دې خپله سزا وویني".
د افغان حکومت او امریکایی چارواکو ترمنځ د شوي تړون پراساس د بګرام له زندان څخه سلګونه بندیان لا له وړاندې افغان حکومت ته سپارل شوي وو او کابو څلور سوه بندیان لاهم په دې زندان کې له امریکایی ځواکونو سره بندیان دي.
بګرام زندان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ترټولو لوی او مهم زندان دی چې په تیرو کابو یوولسو کلونوکې له وسله والو مخالفانو سره د اړیکو په تور سلګونه نیول شوي کسان پکې د بهرنیو ځواکونو لخوا ساتل کیږي.
په عین حال کې ولسمشرکرزي دا ومنله چې په تیرو څو کلونو کې ګڼ شمیرافغانان لکه څنګه چې لازمه وه خوندي نه وو خو هغه ټینګار وکړ چې له دې وروسته د افغان ځواکونو لخوا له خلکو سره هرډول بد چلند او د هغوی له حقوقو څخه سرغړاونه د منلو وړ نه ده:
"موږ غواړو چې نن په یوه غږ د افغانستان له خلکو سره ژمنه وکړو چې خلک باید په خپلو کورنو کې خوندي وي.
مجرم، مجرم دی او قانون په دې برخه کې په څرګنده احکام لري.
له ملي شورا څخه هم غواړم چې په دې برخه کې څارنه ولری او که یې څه ولیدل خپل غږ پورته کړي.
ترڅو چې موږ په خپله شکنجه بنده نکړو د نورو مخه هم نشو نیولی،اوس برعکس د بهرنیانو مخه مو نیولې خو له خپلو حکومتي ارګانونوڅخه په دې برخه کې ځینې علایم ګورو او خبرې اورو"
جمهور رییس کرزي د افغان ځواکونو لخوا د تورنو کسانو د نیونې او څیړنو پرمهال ناسم چلند او د هغوی شکنجه کول د اندیښنې وړ وبلل او ویې ویل چې باید له تورنو کسانوڅخه د تحقیقاتو پروسه د کمرو په واسطه وڅارل شي.
سره له دې چې افغان حکومت ټینګار کوي چې افغان ځواکونه کولای شي د بګرام زندان مسوولیتونه په سم ډول ترسره کړي خو د بشرد حقوقو ځینې سازمانونه اندیښمن دي چې ښایی افغان ځواکونه لاتراوسه دا هم وړتیا ونلري.