د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

هوګو چاویز د سرطان د ناروغی له امله مړ شو


د وینزویلا جمهور رئیس هوګو چاویز د سرطان د ناروغی له کبله د ۵۸ کلونو په عمر له دنیا سترګې پـټې کړي.

دې له دوو کلونو راهیسي په سرطان اخته وو.

د جمهور رییس مرستیال، نیکولاس مادورو د شاویز د مړیني خبر پرون داسې اعلان کړ:

"نن د مارچ په پنځمه، د وزیرانو د شورا له غونډې وروسته، موږ دلته پوځي روغتون ته راغلو ترڅو د جمهور رییس د صحي وضعیت نتایج وګورو.

موږ معلومات ترلاسه کول او د ده له لوڼو، ورور او د کورنی له نورو غړو سره یوځا ی وو.

همدا وو، چې له ټولو خواشینوونکی او سخت دغه خبر، چې خپل ولس ته یی باید اعلان کړو، موږ ترلاسه کړ.

نن د مارچ په پنځمه له غرمې وروسته په څلورو بجو او پنځه ویشتو دقیقو، هوګو شاویز مړ شو."

هوګو شاویز څوارلس کاله د وینزویلا واکمن وو.

د جمهوررییس مرستیال، نیکولاس مادورو د چاویز د مړیني له اعلانه مخکې ویلي وو، چې وینزویلا دوه امریکايي دیپلوماتان اخراج کړل.

مادورو ویلي وو، چې په دې کې شک نشته، چې د وینزویلا تاریخي دښمنان په سرطان ناروغي باندې د چاویز په اخته کیدو کې لاس لري.
XS
SM
MD
LG