د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

"له هانیمونه د راستنو شوېو وکیلانو لومړۍ اجنډا"


کابل چاپ ورځپاڼو نن د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د ملي شورا د شپاړلسمې دورې پر بیا پيلیدو او په ټولنه کې د دیني عالمانو د رول په اړه لیکني کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي چې، د یولسو وزیرانو استیضاح کول د ولسي جرګې د کارونو له لومړیتوبونو څخه دي.

ورځپاڼه لیکي، چې د اساسي قانون له مخې، ولسمشر باید د ولسي جرګې د شپاړلسم دور درېیم کاري کال افتتاح کړي.

د ورځپاڼي په یوې بلې برخې کې راغلي چې، د ولسي جرګې هر غړی باید د هېواد د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې ولسي جرګې تیر کال د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې او دا ټولو ته روښانه ده.

ملي ارمان خپلواکه ورځپاڼه په ولسي جرګه کې د ځینو وکیلانو غیر حاضری ته اشاره کوي او لیکي، چې په تیرو کلونو کې د ځینو وکیلانو دوامداره غیر حاضري د اندیښنې وړ وه او دې کار د قانون د تصویب او اصلاح چاري له خنډ سره مخ کړي دي.

محور:

بلې خپلواکې ورځپاڼې محور هم د ولسي جرګې د کار پیل ته اشاره کړې او په لومړی پاڼه کې یې لیکلي: له هانیمون څخه د راستنو شوېو وکیلانو لومړۍ اجنډا.

ورځپانه لیکي چې، د ملي شورا نوی کاري کال له سختو انتقادونو سره پيل شو، خو یو شمېر زیاتو وکیلانو خپلې ژمنی رخصتیاني له خپلو موکلینو سره نه بلکه په دوبی، هند، امریکا او هالنډ کې په تفریح تیرې کړلې.

محور ورځپاڼه د یو شمېر کارپوهانو له قوله لیکي، چې ولسي جرګه د قدرت د مانور او معاملو ځای دی.

یو شمېر وکیلان کمیشن کاره دي، ځینې یې له مافیا سره لاس لري او ځیني یې هم په غیر قانوني کارونو بوخت دي.

ورځپاڼه لیکي چې، هر وکیل باید خپله لاره او غږ معلوم کړي.

ویسا:

خپلواکي ورځپاڼې ویسا په لومړي مخ کې د ولسمشر حامد کرزي له قوله لیکلي، چې دیني عالمان دې د نورو هېوادونو د عالمانو په څیر ملي ګټې خوندي کړي.

ورځپاڼه لیکي چې، ولسمشر کرزي د ختیځ زون له دیني عالمانو سره د لیدو پر مهال په هېواد کې د سولې په ټینګښت کې د عالمانو رول اغیزمن وباله.

ورځپانه زیاتوي چې، په دې لیدنه کې چې په جمهوري ریاست کې تر سره شوه، د دولت له وسله والو مخالفانو سره د خبر اترو د څرنګوالي او پدې برخه کې د دیني عالمانو د رول په اړه خبري و شوې.

خدمتګار:

خدمتګار خپلواکې ورځپاڼې هم په لومړی پاڼه کې همدې مسالې ته اشاره کړې او د ولسمشر حامد کرزي له قوله یې لیکي چې، د ملي ګټو ساتنه د ټولو افغانانو په خاص ډول د دیني عالمانو دنده ده.

ورځپاڼه زیاتوي، ولسمشر کرزي له دیني عالمانو غوښتي چې ولس دعلم او پوهي ترلاسه کولو او لا یو والي ته وهڅوي.

هیوادو دولتي ورځپاڼې هم د ختیځ زون له دیني عالمانو سره د ولسمشر حامد کرزي لیدنې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې، د ولس خدمت د دولت دنده ده او دیني عالمان هم باید د ټولنې حقایق له جمهوري ریاست سره شریک کړي تر څو د هغې په اساس اقدامات وشي.

ورځپانه زیاتوي چې، د ختیځ زون دیني عالمان سوله د افغانانو له جدي غوښتنو څخه بولي.

ورځپاڼه لیکي چې، د دیني عالمانو په باور له اوسني وضعیت څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره په کابل کې د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو د غونډي جوړیدل ضروري ده.
XS
SM
MD
LG