د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

افغان سکي کوونکي "سجاد حسیني" بهرنیانو ته ماته ورکړه


سره له دې، چې بامیان ته په تللي سرک امنیت ښه نه دی او په تیره یوه لسیزه کې سږکال په سیمه کې تر بل هر وخت ډیرې حملې شوي؛ خو د هندوکش په لمنو کې د سکي کلني سیالۍ تر سره شوې.

د دې سیالیو تنظیمونکي وایي، چې دا د افغانستان د ښې راتلونکې یوه نښه کیدلای شي.

د کابل ښار لویدیځ لوري ته په ۱۸۰ کیلومترۍ کې دا مسابقې په داسې حال کې ترسره شوي؛ چې د افغان پولیسو له خوا یې شدیده امنیتي څارنه کېده.

په دې سیالیو کې افغان او غربي ورزشکارانو برخه درلوده.

د هندوکش په غرونو کې دا مسابقې د سویس په مالي مرسته ترسره شوي دي؛ چې د هسپانیې، امریکا، سلوانیا، سویس او یو شمېر نورو اروپايي هیوادونو په ګډون ۲۷ تنو برخه په کې اخیستې وه.

سوله ییزه فضا:

د خوشحالۍ او هیجان څخه دا ډکه صحنه او دا سوله ییزه فضا د افغانستان له هغه تصویره؛ چې د تشدد او جګړې څرګندونه کوي، یوه نړۍ فرق لري.

د شاوخوا کلیو خلک د دې سیالیو د سیل لپاره را ټول شوي وو.

افغان سکي بازان ډير ژر د کلیوالو د چکچکو او د خوشحالۍ د نارو په اوج کې مخې ته ووتل.

سجاد حسیني دا لوبه په اته ویشتو دقیقو کې وګټله او د هغه غربي سیالان، ستړي او ستومانه، د لمر په وړانګو سوځيدلي، درې ساعته وروسته ټاکلي ځای ته ورسیدل.

سجاد حسیني ازادي راډیو ته وویل؛ زه ډير خوشحاله یم، چې اول مقام مې ګټلی دی. دلته داسې خارجي ورزشکاران راغلي وو، چې پینځلس کاله یا شل کاله یې سکې کړې وه، خو موږ وګټله.

سکي سوداګرۍ او ټوریزم ته لار پرانیزي:

حسیني ویلي، دا یواز یوه سیالي نه وه، له دې سره به په بامیان کې د سکي کول دود شي او تجارت او ټوریزم ته به لاره پرانیستل شي. دلته ارزاني ده او بل چا دا کار نه دی کړ ی، نو خلک په ډيره مینه دلته راځي.

د سیالیو سویسي تمویلونکي "کرسټف زوښر" ویلي؛ ښايي دلته د سکي مسابقو ترسره کول ډیر معقول ښکاره نه شي خو دا یو سمبولیک ارزښت لري. د دې ځاي خلکو ته دا تصور ورکوي؛ چې افغانستان د شاته تګ پر ځای، یوې خوا ته روان دی.

کرسټف زوښر وايي، هیله لري، چې دا دره به د سکي د مسابقو لپاره په داسې ځاي بدله شي؛ چې په ټولو نورمونو برابره وي او دا په هغه لوري یو کوچنی ګام و.

که چېرې افغانستان د نړېوالو پرمخ خپلې دروازې پرانیزي؟

دی وايي، داسې ډیر هیوادونه، چې یو وخت ډیر له پامه غورځیدلي وو، تر هغه وروسته، چې دروازې یې د نړیوالو پر مخ خلاصې شوې؛ خلکو ور ودانګل. تاسې برما او کمبوډیا ته وګورئ، که چیرې افغانستان خپلې دروازې پرانیزي، ورته کار به وشي.

سویسی کرسټف زوښر وايي، چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې افغانستان ته د کار لپاره تللی و او څلور ورځې د واورې له وجهې په بامیانو کې بند و، نو هغه وخت د دې سیالیو د ترسره کولو خیال ور پيدا شو.

دی وايي، دې واورو او لوړو غرونو د کتلو څخه هر سویسي ته دا فکر پيدا کیږي؛ چې دلته سکي وکړي.

په بامیانو کې سکي د سیالیو پلان:

ده وړم کال په اروپا کې د سکي وسایل واخیستل او د بامیان په غرونو کې یې د سکي د سیالیو د ترسره کولو پلان یې جوړ کړ.

اوس ډیر نور اروپايي شرکتونه هم د هغه د دې ابتکار د ملاتړ لپاره وستایل؛ د جایزو لپاره د لوړې بیې ساعتونه او جاکټونه ورکوي.

خو له دې ټولې خوشبینۍ سره هم، په دې کې شک نشته، چې افغانستان له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

د سکي د دې مسابقو تنظیمونکو مخکې له مخکې ټولو ورزشکارانو ته خبر داری ورکړی و؛ چې د هندوکش هسکې د الپ یا راکي غرونه نه دي، نو هرڅو ک به د خپل ځان د امنیت مسوول وي.

په دې جنګ ځپلي هیواد کې روغتیايي امکانات کم دي؛ نو په سیالیو کې برخه اخیستونکو ته مخکې له مخکې خبرداری ورکړ شوی و.

د بودا مسجمو بامیانو شهرت ورکړی و:

بامیان په ټوله نړۍ کې د بودا د هغو سترو مجسمو په خاطر شهرت دلود؛ چې په دوه زره یو میلادي کال کې د طالبانو رژیم په چاودیدونکو موادو والوزاوه.

د طالبانو د رژیم له سقوط څخه په وروسته کلونو کې د بامیان امنیت د نور افغانستان په پرتله ښه و؛ خو سږکال په دې ولایت کې هم د بې امینیتي پيښې زیاتې شوې وې.

تیر دوبی په دې ولایت کې د نوي زیلانډ پنځه عسکر ووژل شول.

بامیان ته په تللیو دواړو سرکونو غلاوې کیږي، خلک تښتول کیږي او حتی وژل کیږي، نو دې ولایت ته تګ هم له خطرونو ډک دی.

خو د بامیان والي حبیبه سرابي وايي؛ چې په دې ولایت کې امنیت ښه دی.

د بامیانو اوسېدونکي خوشحاله دي:

د دې په وینا، د بامیان اوسیدونکي غریب دي، خو په خپل ژوند د دې لپاره خوشحاله دي، چې امنیت لري.

حبیبه سرابي وايي، سره له دې، چې دا خلک فقیر دي خو خوشاله دي. د دوی د ماشومانو په خوله کې خندا شته. د دې ځای نر او ښځه نن خوشحاله دي. که امنیت ولرو نو هرڅه به ولرو.

د سیمې یو اوسیدونکی "ګل بای زاده" فکر کوي، چې سکي او ټوریزم د سولې سمبول دی؛ چې د جګړې او قتلونو ځای نیولای شي.

ګل بای زاده په ټوکه وایي، زه بارو لرم، چې سکي همداسې دوام وکړي، نو طالبان به هم وسلې واچوي او سکي ته به راشي.
XS
SM
MD
LG