د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۵ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۳۷

"پاکستان له ایرانه د پایپ لاین د پروژې غځول نه دروي"


د پاکستان ولسمشر پرون اعلان وکړ؛ چې د واشنګټن له اعتراضونو سره سره به له ایران سره د دې هېواد د ګازو د پایپ لاین ګډه پروژه چې له ډېرې مودې راهیسې ځنډېدلې وه؛ پرمخ ولاړه شي.

آصف علي زرداري پرون په لاهور کې په خپله وینا کې وویل؛ چې دا پروژه به د روانې مارچ میاشتې په یوولسمه نېټه پرانیستل شي.

زرداری وویل، پاکستان دغه پایپ لاین ته اړتیا لرله؛ چې خپلې د انرژۍ په زیاتیدونکې اړتیاته ځواب ووایي او غوښتنه یې وکړه، چې پر ایران له لګول شویو بندیزونو سره سره دې دغې پروژې ته اجازه ورکړل شي.

"د ایران - پاکستان د پایپ لاین پروژه به د مارچ میاشتې په یوولسمه پرانیستل شي. اجازه راکړئ چې، په دې اړه خپل دریځ تاسو او نړۍ ته روښانه کړم. دا یوه داسې پروژه ده، چې د پاکستان د خلکو لپاره ډیره مهمه ده. دغه پروژه په ۱۹۹۴ کال کې مطرح شوه. د دغې پروژې د سروې کارموږپه ۱۹۹۴ کال کې بشپړکړی.

نړۍ او نورو هیوادونو پردغو بندیزونو سترګې پټې کړي اونورو هیوادونو ته یې اجازه ورکړې، چې له ایران سره معامله وکړي. زه نه پوهیږم چې ولې موږ له نړۍ سره نشو یوځای کیدی؛ چې دا یقیني کړو، چې نړۍ زموږدریځ درک کړي او پاکستان ته هم د دغې پروژې د عملي کیدو امتیازورکړي."

کارپوهان وایي، پاکستان هیله من دی چې د ایران ګاز به د هیواد د انرژۍ په سلوکی شل اړتیاوې پوره کړي.

امریکا د دې پایپ لاین له رغونې سره مخالفت کړی او پاکستان ته یې د داسې فعالیتونو په وړاندې خبرداری ورکړی؛ چې نتیجه یې پر دې هېواد بندیزونه وي، خو زرداري وویل، دا پایپ لاین د انرژۍ لپاره د پاکستان زیاتېدونکې اړتیا ته ځواب وايي. ده ټینګار وکړ، چې د ګازو د انتقال د پایپ لاین دا پروژه د هېچا پرضد نه ده:

"زموږ لومړیتوب پاکستان دی او زموږ ټول دوستان دې په دې پوه شي؛ چې موږ څه چې کوو، د پاکستان د ګټو لپاره یې کوو، نه د کوم بل هدف لپاره. موږ د چا پرضد نه یو. هغه څه چې موږ یې غواړو یوازې سوله ده او د پاکستان اقتصادي وده."

ایران د دې پروژې خپله برخه پایپ لاین رغولی دی؛ خو پاکستان د امریکا د فشار له وجې په دې برخه کې ډېر کم اقدامات کړي. ایران له اسلام آباد سره ژمنه کړې، چې د پاکستان په قلمرو کې دننه د دې پروژې ۷۵۰ کیلومتره اوږد پایپ لاین په رغولو کې مرسته کوي؛ چې دې هیواد ته د پنځه سوه میلیون ډالرپورورکول هم په کې شامل دي.

د ایران سترمذهبي مشر ایات اله خامنه یي د فبرورۍ میاشتې په ۲۷ زرداري ته وویل؛ چې له دغې پروژې سره د امریکا مخالفت له پامه وغورځوي او ویې ویل، ایران د انرژۍ یواځینۍ ډاډمنه منبع ده؛ چې د پاکستان اړتیاوې پوره کولای شي.

په همدی ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل؛ چې پاکستان ته د متبادلو منابعو وړاندیز کوي؛ چې د هیواد د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت د ویندوی د دفترسرپرست "پټریک وینټریل" وویل؛ موږدا منوچې پاکستان د انرژۍ ډیرومنابعو ته اړتیالري؛ خو موږپه دې باوریو، چې د پاکستان د اوږدې مودې د انرژۍ د اړتیاو د پوره کولو لپاره نورې لارې هم شته.

ایران له روسیې وروسته په نړۍ کې د ګازو د زیرمو له پلوه دوهم هیواد دی.

کارپوهان وایي، د دې هیواد له ګازو ډیرپه هیواد کې دننه کار اخیستل کیږي او ترکیه یې یواځینۍ اخیستونکې ده.

ایران دغه راز په پام کې لري، چې خپل ګاز پر نورو ګاونډیانو، عراق او سوریې هم وپلوري.

په ۲۰۱۱ کال کې درې واړو هیوادونو د یوه پایپ لاین په جوړولو موافقه وکړه؛ چې کاریې د ایران لوري ته پیل شوی دی.
XS
SM
MD
LG