د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د کابل بانک ریس او مرستیال په بند محکوم شول


د کابل بانک ریس او مرستیال په بند محکوم شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

د کابل بانک د قضیې ځانګړې محکمې د دې بانک پخوانی ریس شیرخان فرنود او مرستیال خلیل الله فیروزي په پنځو پنځو کلونو بند محکوم کړل. د کابل بانک د ځانګړې محکمې مشر شمس الرحمان شمس وایي، چې د محکمې دغه حکم قطعي نه دی او محکومین کولای شي د استیناف غوښتنه هم وکړي. د کابل بانک په بحران کې ښکیلو نولسو نورو کسانو ته هم د بېلابېلو مودو بند سزا واورول شوه، چې د افغانستان بانک پخوانی مشر عبدالقدیر فطرت او مرستیال یې محب الله صافی هم په کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG