د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۲۵

ټایم، په افغانستان کې تکنالوژیکي پرمختګونو ته کتنه کړې


ټایم د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې، په دې هېواد کې تکنالوژیکي پرمختګونو ته کتنه کړې.

ټایم لیکي، افغانستان د نورې نړۍ له سترګو داسې ځاي دی، چې بنیادي تاسیسات له منځه تللي، د مدرنو امکاناتو څرک نه شته او د هغو تکنالوژیکي پرمختګونو څخه، چې نړۍ د انټرنټ، مالي خدماتو او مخابراتو په برخه کې کړي، محروم دی.

خو د ټایم په لیکنه، د نورو د تعجب لپاره باید وویل، شي افغانستان د موبایل په وسیله د پيسو د لیږدولو او انټرنټي بانکي چارو په هغه انقلاب کې مخکښ دی، چې له کینیا تر اندونیزیا پورې یې ټوله نړۍ نیولې ده .

اوس دا یوه غیر عادي خبره نه ده، چې د کابل د یوې امنیتي پوستې یو عادي پولیس د خپل نوکیا ۱۱۰۱ ټیلیفون په مرسته معاش تر لاسه کوي او په اصطلاح، د تنخواه پيسې یې موباییل جیبي بکس ته ورځي.

همدا پولیس بیا په همدومره اسانۍ او چټکۍ کولای شي، چې د افغانستان په یوه ډيره لرې پرته سیمه کې هم، د خپلې میرمنې موباییل ټیلیفون ته دومره پيسې ور واستوي، چې د کور لپاره تکراري او میوه واخلي او د اشپزخانې لپاره د ګاز ډبه هم ډکه کړي.

د پيسو د لیږد داسې ساده او چټکه وسیله نه په امریکا او نه هم د نړۍ په ډيرو پرمختللو صنعتی هېوادونو کې شته، خو په افغانستان کې کار کوي.

دا هغه هېواد دی، چې د دیرش میلیونه نفوس نږدې اویا فیصده یې لیک او لوست نه شي کولای او تر پينځه فیصده کم خلک شخصي یا رسمي بانکي حسابونه لري.

په افغانستان کې د موبایل له لارې د پیسو د انتقال سیسټم ته (M Paisa) ویل کیږي، چې د ټایم په لیکنه، د افغانستان په اړه د حقایقو یوه برخه ده .

په نیویارک کې (Citi’s Global Transaction) نوم د پيسود لیږدولو د یوې سترې کمپنۍ اجراییوي مشر په افغانستان کې د موبایل ټیلیفون له لارې د پيسو د انتقال د امکاناتو په اړه، تایم ته ويلي: زه په امریکا کې له داسې تکنالوژۍ نه یم خبر نو په دې کې شک نشته، چې دا یو ستر بریالیتوب دی.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې د هغو افغانانو د ژوند په اړه تبصره کړې، چې په بېلابېلو ولایتونو کې له بهرنیو ځواکونو سره کار کوي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د بیلګې په توګه، د کابل ښار په څو کیلومترۍ کې یوې وروستۍ حملې ته کتنه کړې ده .

ورځپاڼه لیکي : د دوو تنو افغانانو په مرمیو سوري شوي جسدونه د سرک په غاړه اچول شوي وو .

د دوي څخه يو ترجمان او بل یې امنیتي ساتونکي وو، چې د کابل ښار څخه د باندې یې په یوه نړېواله اډه کې کار کاوه .

د لاس انجلس ټایمز په وینا، د دې کسانو وژل کیدل هغو زرهاوو افغانانو ته د موجود خطر خبرداری ورکوي، چې په تیرو یولسو کلونو کې یې د ترجمانۍ او کلتوري سلاکارۍ په څير بیلا بیلو برخو کې له نړیوالو ځواکونو او دپلوماتانو سره مرسته کړې ده .

د چارواکو په وینا، افغان ترجمانانو او سلا کارانو له بهرنیو ځواکونو سره کمک کړې، چې د دې هیواد په کلتور او دود وپوهیږي او پدې ډول د ټولنې له مشرانو او مخورو سره اړیکی ټینګي کړي.

دې افغانانو له نړیوالو ځواکونو سره د کار کولو په خاطر هغه ټول خطرونه پر ځان اخیستي وو، چې نړیوالو ځواکونو ته مخامخ وو لکه د سرک پر غاړه بمي چاودنې او وسله والې حملې.

پر دې افغانان له دندې څخه دباندې هم په بیلا بیلو وختونو کې حملې شوې دي. لاس انجلس ټایمز د مثال په توګه د ناټو د چارواکو په حواله وایي، چې وسله والو کسانو تیر کال څلرویشت تنه د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ته د کارکولو په خاطر ووژل .

خو د امریکا په مشرۍ پدې ایتلاف کې یو شمیر غړي هیوادونه داسې ځانګړې پروګرامونه لري، چې پر اساس يې دې افغانانو ته په خپلو هیوادونو کې ځاي ورکوي.

مثلا کاناډا په ۲۰۱۱ کال کې خپل عسکر ستانه کړل او هغه ۷۵۰ افغانان او د هغوي کورنۍ یې هم ورسره وایستلې، چې په افغانستان کې یې له کاناډايي ځواکونو سره کار کاوه .

کاناډايي چارواکو ویلي، چې دا شمیره ښايي ۸۰۰ ته لوړه شي.

فرانسې او اسټرالیا هم د هغو افغانانو لپاره، چې له دوي سره یې کار کړی او د عسکرو له وتلو وروسته یې، ژوند له خطر سره مخامخ کیدلای شي، د (بیا میشتیدلو ) د ورته پروګرامونو اعلان کړی دی.

خو لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وایي، چې بریتانیا، سره له دې، چې تر امریکا وروسته دوهم هیواد دی، چې زیات عسکر یې افغانستان ته استولي دي، داسې هیڅ پروګرام نه لري.

په کابل کې د بریتانیې د سفارت یوې ویاندې پدې اړه لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې له افغانستانه د بریتانوي ځواکونو تر وتلو وروسته به د هغو افغانانو د خوندیتوب مسالې ته جدي کتنه کوي، چې په افغانستان کې د دوی له خوا اسختدام شوي وو.
XS
SM
MD
LG